د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې یو پخوانی افغان پوځي افسر، چې د طالبانو پر ضد جګړه کې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه، نیولی دی.
د راپورونو له مخې، نیول شوی کس «محمد علي دادفر» نومېږي، څلور اولادونه لري او په کلراډو ایالت کې اوسېده.
کلراډو سن ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دادفر په تېرو کلونو کې د افغانستان د پوځ یو امنیتي چارواکی و او د طالبانو پر ضد جګړه کې یې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه کار کړی و.
راپور وايي، هغه له دې وېره درلوده چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به د طالبانو له خوا ووژل شي، نو له خپلې کورنۍ سره یې امریکا ته پناه راوړې وه.
دادفر تېره میاشت د یو باروړونکي موټر په چلولو د اینډيانا پر لور روان و، چې د امریکا د کډوالۍ د ادارې مخ پټو مامورانو له لوري ودرول شو او ونیول شو.
د هغه مېرمن، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی څرګند شوی، ویلي دي چې مېړه یې هېڅ جرم نه دی کړی او د پناه غوښتنې قانوني بهیر تعقیبوي.
هغې زیاته کړې: «زما خاوند۱۴یا ۱۵کاله د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده. موږ افغانستان څخه د راوتلو لپاره سختې شپې ورځې تېرې کړې. اوس چې امریکا ته را رسېدلي یو، هغه بندي شوی دی. زموږ ماشومان خپل پلار ته اړتیا لري.»
راپور زیاتوي چې دادفر هره ورځ له توقیف ځایه له کورنۍ سره اړیکه نیسي، خو ماشومانو ته وايي چې دی د بار وړلو په سفر کې دی، نه دا چې بندي دی.
محمد علي دادفر خپلې مېرمن ته ویلي چې د نیول کېدو پر مهال مامورانو ترې د قانوني اسنادو غوښتنه وکړه، خو د هغه د اسنادو لیدلو ته یې پام ونه کړ.
د دادفر مېرمن وايي: «که هغه بېرته افغانستان ته ستنېږي، ژوندی نه پاتې کېږي. طالبان اوس د هغو کسانو په لټه کې دي چې د پخواني حکومت لپاره کار کړی او د دوی پر ضد جنګېدلي دي.»
د راپور له مخې، دا افغانه کورنۍ د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لومړی ایران ته، بیا برازیل ته تللې وه، او له هغه ځایه یې د امریکا د پناه غوښتنې بهیر پیل کړی و. هغوی له یو کال پاتې کېدو وروسته د مکسیکو له لارې امریکا ته رسېدلي دي، او اوس یې د پناه غوښتنې دوسیه لا هم د کډوالۍپه محکمه کې تر څېړنې لاندې ده

