د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون مشر اسماعیل میاخېل د طالبانو د ویاند د تیرې ورځې هغه څرګندونو ته چې د مذاکراتو د احترام په موخه یې د پاکستان برید ته ځواب نه دی ورکړی ویلي چې د طالبانو هره کړنه د خپلې ډلې د بقا لپاره ده.
میاخېل د پاکستان له خوا پر افغانستان د تیرې ورځې برید په غبرګون کې د ذبیح الله مجاهد هغه څرکندونو ته چې په استانبول کې د مذاکراتو په احترام یې د برید ځواب ور نه کړ، سخت غبرګون ښودلی او طالبان یې پوښتلي، چې د دوحې د سولې خبرو پرمهال یې ولې هره ورځ بې ګناه افغانان وژل؟
نوموړي ویلي چې افغانانو د طالبانو له خوا په جوماتونو، ښوونځیو او سړکونو باندې ترهګریز بریدونه نه شي هېرولی.
اسماعیل میاخېل زیاته کړې چې طالبان په تېرو څلورو کلونو کې هره شخړه، هره پېښه او هره ورزشي لاسته راوړنه د خپل ځان د بقا او تبلیغ لپاره کارولې.«د اسلام په نامه مو پرون او نن هره ګړنه د خپلې ډلې د بقا لپاره وه.»
میاخېل ویلي، که طالبان په سوله او اسلام باور لري، نو له افغانانو سره دې د سولې رېښتنی بهیر پیل کړي، استبداد، ظلم او بندیزونه دې پای ته ورسوي.
نوموړي ویلي، چې طالبان ښځو او نارینه وو ته د انساني او اسلامي حقوقو په ورکړي، د نجونو د ښوونځیو پرانېستلو او د یوه سوکال افغانستان لپاره د یو ستر ملي بهیر په ژمنه کې د خپلې ډلې بقا نه ویني.

