د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره هر ډول هوکړه باید په لیکلې بڼه وي

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې اسلام اباد ته شفاهي هوکړه د منلو وړ نه ده او له طالبانو سره باید هر ډول هوکړه په لیکلې بڼه وي.

نوموړی هیله لري، چې په استابنول کې روان مذاکرات یوې هوکړه ته ورسیږي.

خواجه اصف په اسلام اباد کې د خبریالانو سره د خبرو پرمهال هیله څرګنده کړې، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ هر څه روښانه شي او د تړون برخه وګرځي.

نوموړړي ویلي، چې له تړون څخه د سرغړونې په صورت کې به قطر او ترکیه د تضمین کوونکو هېوادونو په توګه عمل وکړي.

اصف زیاته کړې:« پاکستان د سولې او سوداګرۍ غوښتونکی دی او هرڅوک چې تضمین ورکوي باید په لیکلي بڼه وي تر څو پر همدې بنست مخکې لاړ شو.»

همدارنګه اصف زیاته کړې:«پاکستان له افغانستان سره د مذاکراتو لپاره د بل چا د لارښوونې اړتیا نه لري او دا خبرې اړینې دي، ځکه د سیمې د امن لپاره سوله اړینه ده.»

د پاکستان د دفاع وزیر دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په استابنول کې د تېرو دوو ورځو راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ درېیم پړاو خبرې روانې دي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ټي ټي په تړاو د شواهدو او غوښتنو لېست یې منځګړو ته سپارلی دی.

نور خبرونه

رادیو