د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې پاکستان د ټي ټي پي په تړاو د شواهدو او غوښتنو لېست منځګړو ته سپارلی دی.
سرچینه زیاتوي چې طالبانو هم د داعش په تړاو شواهد منځګړو هېوادونو ته ورکړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینه زیاتوي، چې پاکستاني لوري د خپلو غوښتنو اته ماده ییز لېست د طالبانو مذاکراتي پلاوي ته سپارلی چې له مخې یې پاکستان غواړي طالبان د ټي ټي پي اړوند وسله واله په افغانستان کې بې وسلې ځای پر ځای کړي.
د سرچینې په خبره، پاکستان ادعا کړې چې افغان طالبان د ټي ټي پي د ملاتړ سربېره په پاکستان کې د ټي ټي پي د وسله والو سره اوږه په اوږه د پاکستان د حکومت پر وړاندې جنګیږي چې د طالبانو له خوا په مذاکراتو کې رد شوې ده.
په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي یوې سرچینې بیا ویلي چې د طالبانو پلاوي د داعش - خراسان ډلې په تړاو شواهد چې په بلوچستان او یو شمېر قبایلي سیمو کې د پاکستان د حکومت تر څار لاندې فعالیت کوي منځګړو هېوادونو ته سپارلي دي.
سرچینه وايي چې طالبانو له منځګړیو هېوادونو غوښتي، تر څو پاکستان قانع کړي چې داعش ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د دوی پر ضد د پاکستان له خاورې استفاده وکړي، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.
سرچینې ویلي چې تر اوسه په مذاکراتو کې یوازې منځګړو ته د شواهدو او غوښتنو لېستونه سپارل شوي دي او تر دا مهاله یوازې لومړني بحثونه پرې پرته له نتیجې ترسره شوي دي.
د طالبانو او پاکستان له وروستۍ جګړې وروسته دا د خبرو درېیم پړاو دی چې په ترکیه کې ترسره کیږي.
یوازې لومړي پړاو یې د طالبانو او پاکستان تر منځ اوربند قایم کړ او پاتې دوه پړاوونو یې کومه محسوسه نتیجه نه ده لرلې.

