د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې د افغانستان په شمال کې وروستۍ زلزلې په ځانګړي ډول په سمنګان ولایت کې پراخ زیانونه او زیربناوې زیانمنې کړې دي.
د سازمان په وینا، په زلزله ځپلو سیمو کې ۱۳۱۹ کورونه ویجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په بلخ ولایت کې دې پیښې ۱۲کسان مړه او ۶۳۵ټپیان کړي دي، او همدارنګه په سمنګان ولایت کې ۱۳کسان مړه او ۴۲۱نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، په ایبک ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۵۹۵کورونه، په فیروزخانچیر ولسوالۍ کې ۳۰۶کورونه او په خلم ولسوالۍ کې ۲۸۴کورونه ویجاړ او ۲۱روغتیايي مرکزونه جزوي زیانمن شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې دوی د سیمه ییزو چارواکو سره یو ځای کار کوي ترڅو ټپیانو ته اړین روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
د دوشنبې په ورځ د افغانستان شمال د ۶.۳درجې زلزلې ولړزاوه، چې مالي او ځاني زیان یې رامنځته کړ.
دا زلزله په داسې حال کې وشوه چې افغانستان لا هم د تیر دوبي د کونړ ولایت د مرګونې زلزلې له امله له کړاوونو سره مخ و.
سره صلیب مخکې خبرداری ورکړی و چې افغان ټولنې د دوو میاشتو څخه په کمه موده کې د دوو ویجاړونکو زلزلو وروسته له پراخ زیان او کړاو سره مخ دي، چې د دې اقتصادي او وچکالۍ ځپلي هیواد بشري بحران یې لا پسې ژور کړی دی.

