د خېبر پښتونخوا ایالت کوهاټ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو په کمپ کې د برېښنا د برابرولو لپاره د یونسېف لخوا لګول شوي د لمریزې انرژۍ سیسټمونه د ښاروالۍ ځایي چارواکو له خوا په خپله ولکه کې اخیستي. افغان کډوال وایي، دې اقدام د دوی د برېښنا اسانتیاوې اغېزمنې کړي دي.
په کوهاټ کې د ښاروالۍ چارواکو په وینا، دغه چاره یې د افغان کمېشنرۍ په لارښوونه او د کمپ د نظم او مدیریت د ښه والي لپاره ترسره کړې ده. دوی ویلي چې دا اقدام د کمپ د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مرسته کوي.
خو افغان کډوالو د دې پرېکړې پر ضد غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی چې سولر سیسټم د ژورو څاه ګانو لپاره حیاتي برېښنا چمتو کوي او د دوی د ورځني ژوند لپاره ډېره مهمه سرچینه ده.
یو شمېر کډوالو ویلي، هیله لري چې د دوی اړتیاوې په پام کې ونیول شي او د ژوند بنسټیزې اسانتیاوې یې خوندي پاتې شي.

