د جمهور نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، په ترکیه کې د پاکستان او طالبانو مذاکرات ناکام شوي. هغه وايي، د پخوانۍ کوټې شورا استازي د خبرو د بنبست پړه پر پاکستان اچوي، خو اسلاماباد طالبان «ناشکره» بولي او د خپلې پخوانۍ انډیوالۍ له مخې یې په خیانت تورنوي.
صالح شنبه د (لړم ۱۷مه) پر اېکس لیکلي، «ددغه خبرو له ماتېدو سره د پخوانۍ کوټې شورا پلاوی اسلاماباد پړ بولي، خو پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي چې همدا طالبان هغه لاسه چيچي چې ۳۰ کاله یې روزنه او ملاتړ ورسره کړی دی.»
نوموړي د طالبانو او پاکستان اړیکې د دروغجنې پانګې یا د فریب ورکوونکې لاسته راوړنې سره پرتله کړې ده.
صالح زیاتوي: «د اسلاماباد لپاره افغان طالبان د جعلي سرو زرو یا د کریپټو کرنسۍ د سقوط مثال لري؛ داسې لکه څوک چې له قاچاقبره د پیسو تمه ولري، خو وروسته معلومه شي چې دا پیسې جعلي دي.»
د ده په وینا، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د متقابل تورونو دا لړۍ ښيي چې دواړه نور د یو بل په نیت باوري نه دي.
صالح ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ژور اختلافونه د دې ښکارندويي کوي چې د دې اړیکې بنسټ له لومړیو راهیسې پر فریب، مصلحت او دوهمخۍ ولاړ و.

