راشد خان: افغان نوی نسل که هر څومره بې‌وسه شي، اول باید پر تعلیم فکر وکړي

۸ ساعتونه مخکې

د افغان کرېکټ د شل اوریزو ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په هالنډ کې د جمعې په ماښام (د لړم ۱۶مه) د «خان فاونډېشن» په پرانیست غونډه کې وویل،له نړۍ سره د سیال کېدو یوازنۍ لاره زده کړې دي او زياته کړه، د همدې فاونډېشن له لارې به د هېواد په بېلابېلو برخو کې ښوونیز مرکزونه هم جوړ کړي.

راشد خان په دې غونډه په ډاګه وویل، «افغان نوی نسل که هر څومره بې‌وسه شي؛ اول باید د تعلیم فکر ولري.»

هغه زیاته کړه، چې د ده د فاونډېشن له لوري په جوړېدونکو ښوونیزو مرکزونو کې به د بې‌وزلو کورنیو ماشومانو ته د زده‌کړو چارې وړیا وي.

نوموړي د «خان فاونډېشن» له جوړولو موخه، په هېواد کې په لویو پيښو او حالاتونو کې د افغانانو لاسنیوی یاد کړ او زیاته یې کړه، هڅې به وکړي چېد هېواد په بېلابېلو سیمو کې روغتيايي، تعلیمي او مرستندویه مرکزونه جوړ کړي.

راشد خان په افغانستان کې ناسم روغتیايي وضعيت ته په اشارې سره ویلي، چې له ډېره وخته یې په هېواد کې د یوه مجهز روغتیايي بنسټ د جوړېدو پلان درلود.

نوموړي زياته کړې: «صحي برخه کې به خدمت کوو، د کرونا پر مهال مې مور کووېډ۱۹ ناروغۍ ونیوله غوښتل مې مور سره روغتون ته لاړشم، خو وضعیت د شفاخانې سخت خراب و، هغه وخت مې له ځان سره وعده وکړه چې د ننګرهار او افغانستان صحي سیستم به جوړوم.»

نوموړي ټينګار کړی، چې د «خان فانډېشن» د موخو د پوره کېدو لپاره به پر ټولو افغانانو وګرځي.

راشد خان په داسې حال کې د افغانانو پر زده‌کړو ټينګار لري، چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې د زده کړو له دوامه منع کړې دي.

نور خبرونه

رادیو