د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست چې موخه یې د بېوزلو افغانانو لپاره د روغتیايي خدمتونو پراختیا او عاجل ملاتړ دی. نوموړی وایي، له دې بنسټه یې موخه د بې وزلو لاسنېوی، روغتیايي فعالیتونه،د زده کړو ملاتړ او مرستندویه کارونه دي.
د کرېکټ ستوري راشد خان ددغه د بنسټ پرانېسته په هالنډ کې ترسره کړه چې، د مراسمو پر مهال د ملي لوبډلې تکړه توپوهونکي ابراهیم ځدران تر څنګ پهکې لوبغاړو او پېژندل شویو څېرو برخه اخیستې وه.
راشد خان د مراسمو پر مهال وویل: «زه ډېر خوشبخته یم چې الله داسې مقام راکړی چې د خپلو خلکو خدمت وکړم.»
نوموړي په خپلو خبرو کې د خپلې مور د نارغۍ کیسه وکړه او زیاته یې کړه: «زما اوس هم یاد شي مور مې کرونا ناروغۍ ونیوله غوښتل مې مور سره روعتون ته لاړشم؛ خو د روغتون حالت سخت خراب و، هغه وخت مې ځان سره وعده وکړه چې د ننګرهار او افغانستان صحي سیسټم به جوړوم.»
خان زیاته کړه، موخه یې دا ده چې د روغتیا په برخه کې نیمګړتیاوې له منځه یوسي، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، چې ډېرې کورنۍ له بنسټیزو روغتیايي خدمتونو محرومې دي.
په دغه مراسیمو کې د افغانستان د ملي لوبډلې پېلیز توپوهونکي ابراهیم ځدران هم خبرې وکړې وکړې او دا اقدام یې وستایه.
نوموړي زیاته کړه: «زما هم اراده وه چې د خلکو لپاره یوه مرسته کوونکې اداره جوړه کړم، خو د راشد خان د بنسټ له پرانستې وروسته مې پرېکړه وکړه چې د ولس لپاره له دې بنسټ سره عملي مرسته وکړم، زه به د دې بنسټ ملاتړ دوامداره ساتم.»
د خان فاونډېشن لومړیتوب د روغتیا، تعلیم او بېړنیو مرستو پر وړاندې کولو دی، خو راشد خان ټینګار کړی چې روغتیايي برخې ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

