طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په استانبول کې د پاکستاني پلاوي د همکارۍ له نشتوالي او «غیرمسولانه چلند» له امله ناستې پایله ور نهکړه. هغه له ترکیې او قطر څخه د منځګړیتوب لپاره مننه کړې او بیا یې ټینګار کړی چې افغان خاوره هېڅ څوک د بل هېواد پر ضد نه نهشي کارولی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د استانبول ناسته د نومبر ۶ او ۷مه نېټه د ترکیې او قطر په منځګړیتوب ترسره شوه. هغه د دواړو هېوادونو له همکارۍ مننه کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو هیله دا وه چې پاکستانی پلاوی به د خپلو مشرانو سره د مشورو وروسته «په مسولانه او رغنده ډول» د ستونزې د اساسي حل لپاره حاضر شي، خو پاکستاني لوري په خبرو کې خپل ټول امنيتي مسولیتونه پر طالبانو وراچول او خپله د خپل کورني امنيت يا پر اړوندو چارو د مسوليت منلو چمتووالی یې نه ښوده.
په خبرپاڼه کې دا ډول چلند «غیرمسولانه او د همکارۍ پر ضد» بلل شوی او په کې راغلي چې د منځګړو له هڅو سره سره خبرو کومه عملي نتیجه ورنه کړه.
د طالبانو په خبرپاڼه کې په ډاګه شوي:«د پاکستاني پلاوي له خوا د غیرمسولانه او نه همکارۍ روحيه ددې لامل شوه چې د طالبان له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو.»
مجاهد ویلي چې طالبان به هېچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي او نه به بل هېواد ته اجازه ورکړي چې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکي او امنیت ته زیان ورسوي.
نوموړي زیاته کړې:«د افغانستان د ولس او خاوري دفاع د افغانستان اسلامي امارت شرعي او ملي وجیبه ده او د هر تجاوز پر وړاندې به د الله په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوي.»
خبرپاڼه پاکستاني ولس ته هم مخاطب ده او وایي چې د دواړو هیوادونو خلک وروڼه دي او طالبان لا هم د سیمې د خلکو لپاره د امن هیله لري او د خپلو وړتیاوو په حدودو کې به ورسره همکاري کوي.

