طالبانو افغانستان کې د نشه‌يي توکو د ډېروالي په تړاو د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تولید، قاچاق او کښت کچه صفر ته نږدې شوې او ۹۹سلنه یې په دې برخه کې پرمختګ کړی. نوموړي د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړی، چې ګوندې افغانستان کې د شیشې تولید ډېر شوی او لا هم د کوکنارو کرکیله شته.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د جمعه په ورځ د (لړم ۱۶مه) د حمدالله فطرت غږیز کلېپ خپور کړی چې په‌کې یې ویلي: «موږ لا هم د یوناما د دې سروې او ارزونې پر ځای خپله هغه سروې تاییدوو، چې په هېواد کې د کوکنارو او ټولو نشه‌يي توکو د کښت او تولید کچه صفر ته نږدې شوې ده.»

هغه زیاتوي: «۹۹سلنه پرمختګ لرو او یوازې ممکن ۱فیصد په داسې ساحو کې چې هلته رسیده ګي نه‌شو کولای، ممکن وي او هڅه کوو چې هلته هم رسیده ګي وکړو.» د طالبانو دغه ویاند نیوکه کړې، چې د بدیل معیشیت په برخه کې نړۍوالو مرستندویه ادارو د بزګرانو لاسېنوی نه‌دی کړی. د هغه په خبره؛ نړۍوال باید د کروندګرو په اقتصادي ملاتړ کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو د څار دفتر د تازه راپور له مخې، افغانستان کې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د کوکنارو کښت د تېر کال پرتله شل سلنه راکم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي توکو او په ځانګړې توګه د مېتامفټامینو (شیشې) تولید او قاچاق ورځ تر بلې ډېر شوی دی.

د یادې ادارې په وینا؛ له هغې راوروسته چې په افغانستان کې طالبانو د تریاکو پر کرکیله بندیز لګولی، د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او قاچاق د پام وړ زیاتوالی موندلی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو د نیولو قضیې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ۲۰۲۴کال تر پایه د ۲۰۲۳کال د درېیمې ربعې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.

ملګري ملتونه وایي، د تریاکو د کرکیلې کمېدو له امله اوس د مصنوعي نشه‌يي توکو کاروبار د سازمان‌یافته جرمي شبکو لپاره د عاید یوه نوې وسیله ګرځېدلې ده. په راپور کې راغلي، چې د مصنوعي توکو د تولید اسانتیا، د پېژندلو د سختوالي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت له امله د دغه ډول توکو پر لور د قاچاق‌ کوونکو مخه ډېره شوې ده.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د نشه‌يي توکو پر ضد ستراتیژي باید یوازې پر تریاکو محدوده نه‌وي؛ بلکې مصنوعي توکي هم باید د څار، شننې او د تقاضا د کمولو په مېکانیزمونو کې شامل شي.

نور خبرونه

رادیو