د استانبول خبرې؛ پاکستان ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو او پاکستان تر منځ د درېیم پړاو خبرو اترو لړۍ د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۵مه) په استانبول کې پيل شوه؛ خو له دې سره هم‌مهاله يو لوړپوړی پاکستانی چارواکی وايي، د اسلام‌اباد غوښتنې «نه‌بدلېدونکې» دي او هېواد به یې له خپل دریځه شاتګ ونه‌کړي.

له اسلام‌اباد نه خپرېدونکې ډان ورځپاڼې د نوم نه ښودو پرته د دغه چارواکي په حواله لیکلي، چې پاکستانی پلاوی د روښانه لارښوونو سره استانبول ته رسېدلی او د دوی بنسټیزه موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه کړي، هغه ژمنې چې طالبانو مخکې کړې وې، د عملي کېدو ضمانت یې باید ورکړل شي. د دغه تضمین اصلي موخه د افغانستان له خاورې د «ټي‌ټي‌پي» د وسله‌والو فعالیتونو مخنېوی دی.

هغه زياته کړه: «د پاکستان دريځ څرګند او پر ميداني حقايقو او کره استخباراتي معلوماتو ولاړ دی. موږ د يو اغېزمن څار او باوري مېکانيزم غوښتونکي يو؛ څو ډاډ ترلاسه کړو چې د طالبانو استازو خپلې ژمنې عملي کړې دي. دا هم په‌کې شامل دي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي چې په افغانستان کې پټ دي بايد اسلام‌اباد ته وسپارل شي.»

دغه پاکستاني چارواکي دا هم وويل، اسلام‌اباد وړانديز کړی چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د وضعيت څېړنې لپاره دې بې‌طرفه نړۍوال څارونکي هم ګډون ولري. هغه ټينګار وکړ: «موږ کره شواهد لرو، چې ښيي د طالبانو حکومت د تحريک طالبان پاکستان جنګيالي په ښاري سيمو کې ځای پر ځای کوي؛ څو که پاکستان پر هغوی عمليات وکړي، دغه بریدونه د ملکي وګړو پر وړاندې تبليغ شي.»‌

راپور کې راغلي، د طالبانو پلاوی د خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په مستقيم حکم دې خبرو ته تللی دی. ورځپاڼه زیاتوي، اخندزاده خپلو مذاکره‌کوونکو ته سپارښتنه کړې، چې يوازې هغه ژمنې ومني چې عملي کېدل يې ممکن وي او د اسلام‌اباد تر فشار لاندې رانه‌شي.

د اسلام‌اباد او کابل د خبرو درېيم پړاو د ترکيې او قطر په منځګړتوب د استانبول په «کنراد» هوټل کې روان دی، چې موخه يې د پخوانيو هوکړو د پلي کېدو د څار چوکاټ وروستی کول دي.

دغه خبرې په داسې حال کې روانې دي، چې د دواړه لورو تر منځ د بې‌باورۍ فضا لا هم درنه ده. تېره ورځ سپین بولدک کې یو ځل بیا د ډزو تبادلې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند نازک وضعیت لا پېچلی کړی دی. له دې سره، سره دواړه لوریو ویلي، چې خبرو ته دوام ورکوي؛ څو د روان کړکېچ لپاره یو ګډه حل لاره ومومي.

د طالبانو د پلاوي مشري د دغه ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري بیا د «ای‌اېس‌ای» مشر جنرال مالک عاصم کوي.

نور خبرونه

رادیو