کمال الدین د خپل نړېدلي خټین کور ته نږدې ناست و، تر څنګ یې له کوره ځینې راېستل شوي توکي هم پراته وو او سترګې یې په خپلو هغو دېوالونو ګنډلې وې، چې نیم نړېدلي وو او ځینې برخې یې لا پر ځای پاتې وې. د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې د ده په څېر د سلګونه کسانو کورونه نړېدلي دي.
هغه په سیمه کې خبریالانو ته وویل: «درې خونې مې په بشپړه توګه وغورځېدې، موږ یې اوس د جوړولو وس نهلرو او خښتې هم قیمته دي. کاڼي هم ګران دي، لرګي هم او موږ هېڅ توان نهلرو.»
د ده کیسه د خُلم د سلګونه نورو کورنیو کیسه ده، هغه سیمه چې د زلزلې مرکز و. دا داسې ځای دی، چې کلونه کلونه یې خلکو اوبو، برېښنا او د ژوند نورو اړینو اسانتیاوو ته لاسرسی نهلاره؛ خو زلزلې هم پرې خپل رحم ونهکړ. ثمرالدین د سیمې یو بل ۴۰کلن اوسېدونکی دی، چې کور یې په بشپړ ډول نړېدلی. هغه د خپلو ګاونډیو سره یو ځای له نړېدلو خونو وسایل راېستل او د افسوس په ډول یې وویل، چې د کور د بیا جوړولو وس نهلري.
د هغه ورور سخت ټپي شوی، مېرمن او شپږ اولادونه یې د خپلو هغو خپلوانو کره لېږلي، چې کور یې لږ زیانمن شوی. هغه وویل: «د دې کور شپږ خونې ټولې ورانې شوې، هېڅ کور روغ نهدی پاتې.»
ثمرالدین اټکل کوي، چې د یو کوچني څلور خونې لرونکي کور د جوړلو لپاره لږ تر لږ یو مېلیون افغانیو ته اړتیا لري. سیمه کې د ورانۍ کچه حیرانوونکې ده او طالبانو ویلي، چې یوازې په سمنګان کې ۱۲کسان مړه شوي او ۳۲۹نور ټپیان دي. په ټول هېواد کې د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۲۵ مړه او له ۹۷۰ ډېر ټپیان ښودل شوي دي.
د سمنګان مرکز ایبک ښار کې د زلزلې ځینې ټپیان روغتون کې بستر دي. ۶۵کلن فیض الله یو له هغو کسانو دی، چې خپله ټپي لور او لمسی یې د درملنې لپاره روغتون ته راوستی. هغه په غریو نیولي غږ د زلزلې شېبې یادوي او وایي: «زلزله ډېره سخته او وېرونکې وه. په ټول عمر مې داسې څه نهدي لیدلي. کورونه نړېدلي او دېوالونه لوېدلي دي.»
هغه د ډاکټرانو له هڅو مننه وکړه؛ خو ویې ویل چې په روغتون کې د درملو سخت کمی دی.
د ایبک د مرکزي روغتون جراح مولودین صمدي وویل: «موږ ټپیانو ته د بېړنۍ درملنې لومړني خدمتونه وړاندې کړل. څوک چې سخت ټپیان وو، په روغتون کې مو وساتل او برسېرن ټپیان مو له درملنې وروسته رخصت کړل. ټول خدمات او درمل وړیا دي.»
ویجاړۍ یوازې تر کورونو محدودې نهدي؛ بلکې سیمهییزو سوداګرو او کاروباریانو ته هم درانه مالي زیانونه اوښتي. د کابل – مزار شریف پر لاره یو هټۍوال رحیم شاه وایي، خپله ټوله پانګه یې له لاسه ورکړې. د هغه په خبره: «ما له ۸۰ تر ۱۰۰زره افغانۍ په هټۍ کې پانګونه کړې وه. هټۍ بشپړه نړېدلې او ټول توکي مې لهمنځه تللي.»
زلزلې حتی تاریخي میراثونو ته هم زیان اړولی او د مزار شریف د روضې زیارت ځینې برخې هم زیانمنې شوې دي. وروستۍ زلزلې څرګندوي، چې افغانستان د طبیعي افتونو پر وړاندې زیان منونکی هېواد دی. که څه هم طالبان د زلزله ځپلو سره د مرستو خبر ورکوي؛ خو ملګرو ملتونو ویلي چې د کونړ وروستۍ زلزلې قربانیانو ته هم کافي مرستې نهدي رسېدلې او د لاسنېوي لپاره یې د دوی بودجه محدوده ده.

