طالبانو په کابل کې ۱۳۳زره نشه‌يي ګولۍ نیولې دي

۱ ساعت مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت خبر ورکړی، چې په کابل کې یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۳زره نشه‌يي ګولۍ نیولې دي. دغه وزارت وایي، یاد عملیات یې د کابل په څلورمې، پنځمې او ۱۲مې امنیتي حوزې کې ترسره کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۳۳زیکپ نشه‌يي ګولیو ترڅنګ یې ۵۰۰ دانې ټابلیټ کا ګولۍ هم کشف او ضبط کړې دي. همدا راز زیاته شوې، چې په کندهار، هلمند او کابل کې یې د نشه‌يي توکو د قاچاق او کاروبار په تور ۷کسان هم نیولي او خپلو قضایي ارګانونو ته یې ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو د څار دفتر یو راپور خپور کړی چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان دننه کوکنارو کښت د تېر کال پرتله شل سلنه راکم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي توکو او په ځانګړې توګه د مېتامفټامینو (شیشې) تولید او قاچاق ورځ تر بلې لوړ شوی دی.

د یادې ادارې په وینا؛ له هغې راوروسته چې په افغانستان کې طالبانو د تریاکو پر کرکیله بندیز لګولی، د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او قاچاق د پام وړ زیاتوالی موندلی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو د نیولو قضیې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ۲۰۲۴کال تر پایه د ۲۰۲۳کال د درېیمې ربعې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.

ملګري ملتونه وایي، د تریاکو د کرکیلې کمېدو له امله اوس د مصنوعي نشه‌يي توکو کاروبار د سازمان‌یافته جرمي شبکو لپاره د عاید یوه نوې وسیله ګرځېدلې ده. په راپور کې راغلي، چې د مصنوعي توکو د تولید اسانتیا، د پېژندلو د سختوالي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت له امله د دغه ډول توکو پر لور د قاچاق‌ کوونکو مخه ډېره شوې ده.

خو د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت بیا د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړی او ادعا یې کړې، چې افغانستان کې یې د نشه‌يي توکو کښت، تولید، قاچاق او کاروبار صفر ته نږدې کړی دی. هغه همدا راز غوښتنه کړې، چې نړۍواله ټولنه او مرستندویه ادارې باید افغان بزګرانو سره د بدیل معیشیت پروګرامونو په برخو کې مرستې وکړي.

نور خبرونه

رادیو