د طالبانود صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د سوداګرو، پانګوالو او یو شمېر دولتي او خصوصي بنسټونو له خوا د (د تولیدي او خدماتي ظرفیتونو د پېژندلو) تر سرلیک لاندې ۱۷م نړۍوال نندارتون پرانیستل شو.
د وزارت په وینا، یاد نندارتون کابل کې د لویې جرګې په تالار کې پرانېستل شوی دی.
له یاد نندارتون څخه موخه، د کورنیو تولیداتو لپاره بازار موندنه، د پانګونې را جلبول، له کورنیو تولیداتو څخه ګټې اخیستلو ته د خلکو هڅونه، د کورنیو تولیداتو د سطحې لوړول او د هېواد د اقتصادي ودې پیاوړتیا یاده شوې ده.

