فیلیپو ګرانډي: د افغان کډوالو جبري اېستل یو غیر انساني او د بشري اصولو خلاف عمل دی

۲ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ درېیمې کمیټې ته په خپلې وروستۍ وینا کې د ایران او پاکستان له لوري د زرګونه افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه سخت خبرداری ورکړی او دا یې د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

هغه ویلي، دغه ډول کړنې نه یوازې د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کوي؛ بلکې د سیمې ثبات ته هم جدي ګواښ پېښوي.

ګراندي چې د کډوالو د عالي کمېشنر په توګه یې لسم ځل او د خپل ماموریت د پای وروستۍ وینا کوله، وویل: «له څو لسیزو راهیسې پاکستان او ایران په ډېر سخاوت او انساني روحیه د مېلیونونه افغان کډوالو کوربه‌توب کړی. افغانان په دغه هېوادونو کې له زده‌کړو، روغتیا او نورو خدمتونو له فرصتونو برخمن وو. خو د جبري ستنېدو روانې لړۍ دغه کډوال او‌ په ځانګړې توګه ښځې د تبعیض، د حقونو له سرغړونې او پراخو محدودیتونو سره مخ کړې دي.»

هغه زیاته کړه: «جبري ستنونه برعکس اغېز لري.» هغه ټینګار وکړ: «دغه ډول ګامونه یوازې اندېښنې ډېروي او د دوامدارو حل لارو ځای نه‌شي نیولای.»

د افغان کډوالو په تړاو څلور اړخیزې خبرې

ګرانډي وویل، د ایران، پاکستان، طالبانو او د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ترمنځ څلور اړخیزې خبرې پیل شوې دي او تمه ده چې بله ناسته راتلونکې میاشت ترسره شي. د هغه په وینا؛ د دغه ناستو موخه دا ده، چې د سیمې لپاره یو نوی چوکاټ جوړ شي؛ څو د انسانانو د خوځښت تر څنګ د کډوالو ملاتړ هم یقیني کړي.

هغه زیاته کړه: «هیله لرم دغه خبرې د یوې نوې سیمه‌ییزې بڼې بنسټ کېږدي، چې هم د بشري اړتیاوو ځواب ووايي او هم د قانوني او منظم مهاجرت لارې پرانیزي. موږ او زموږ شریکان د دې بهیر ملاتړ ته چمتو یو.»

تر لسو کلونو وروسته د کډوالۍ په شمېره کې کمښت

ګرانډي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، په نږدې یوه لسیزه کې دا لومړی ځل دی چې د نړۍ د کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو شمېر راکم شوی. د هغه په خبره: «د ۲۰۲۴ کال په پای کې د جبري بې‌ځایه شویو کسانو شمېر ۱۲۳ مېلیونه و؛ خو سږکال شاوخوا ۱۱۷ مېلیونو ته راټیټ شوی. دا په داسې حال کې ده، چې نړۍ لا هم ناامنه ده او جګړې دوام لري.»

د هغه په وینا؛ د دغه کمښت یو لامل د ځینو کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو داوطلبانه بېرته تګ دی؛ خو د ځینو بېرته ستنونه جبري بڼه لري، چې ښه بېلګه یې افغان کډوال دي.

د سوریایي کډوالو بېرته تګ او د نړۍوال ملاتړ اړتیا

ګرانډي د سوریې له ګاونډیو هېوادونو د ۱.۱ مېلیونه کډوالو او د دوه مېلیونو کورني بې‌ځایه شویو کسانو د بېرته تګ خبر ورکړ او ویې ویل: «دغه بېرته ستنېدنه هغه وخت دوامداره کېدای شي، چې خلک د امنیت، استوګنځي، کار، برېښنا، روغتیا او زده‌کړو له امکاناتو برخمن شي.»

هغه زیاته کړه، چې د سوریې بیا رغونه پراخ نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري. د نوموړي په وینا: «نړۍواله ټولنه، په ځانګړي ډول د خلیج هېوادونه، اروپا او نړۍوال مالي بنسټونه باید د سوریې د بیا رغونې، عامه خدماتو او اقتصاد د رغونې برخه کې ونډه واخلي؛ څو د کډوالو بېرته تګ خوندي او دوامدار شي.»

د ۱۹۵۱ د کډوالو کنوانسیون دفاع

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان عالي کمېشنر د هغو هېوادونو له هڅو سره مخالفت څرګند کړ، چې غواړي د نړۍوالې کډوالۍ حقوقي نظام کمزوری کړي. هغه د خپلې وینا په یوې برخه کې وویل: «ځینې هېوادونه د ملي حاکمیت په پلمه غواړي د ۱۹۵۱ کنوانسیون بیا وڅېړي. دغه استدلال ناسم دی. د پناه ورکولو نړۍوال اصول نه بدلېږي او نه زړېږي: څوک چې له جګړې او ځورونې تښتي، باید خوندي شي، نه دا چې وشړل شي.»

هغه زیاته کړه: «د کډوالو کنوانسیون د دولتونو د مکلفیتونو او حاکمیت ترمنځ توازن رامنځته کوي، نه دا چې د حاکمیت مخه ونیسي.»

د یونسیار UNHCR مالي کړکېچ

د ګرانډي په خبره؛ د روان کال د بودجې کمښت د کډوالو لپاره پر مرستندویه فعالیتونو ژور اغېز کړی دی. هغه څرګنده کړه: «سږکال موږ د ۱.۳ مېلیارد ډالرو له کمښت سره مخ یو، چې د تېر کال د بودجې شاوخوا ۲۵ سلنه جوړوي. د دې لپاره مو د کارکوونکو شمېر ۳۰ سلنه راکم کړی او په ۱۸۵ سیمو کې مو فعالیتونه محدود کړي؛ خو بیا هم اړ شو چې له مهمو خدماتو لاس واخلو.»

هغه له مرسته‌کوونکو هېوادونو وغوښتل، چې د مالي تشې د ډکولو او د ۲۰۲۶کال د ژمنو د پوره کولو لپاره ګامونه واخلي. هغه د کینیا، اېتوپیا، یوګاندا، ترکیې، مصر، اردن، برازیل او مکسیکو هېوادونه د بریالیو بېلګو په توګه یاد کړل چې کډوال یې په خپلو ټولنیزو او اقتصادي نظامونو کې مدغم کړي دي.

د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې پاکستان او ایران له خپلو هېوادونو نږدې ۲مېلیونه افغانان په زور اېستلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده. په دواړو هېوادونو کې هره ورځ افغانان نیول کېږي او بېرته خپل هېواد ته شړل کېږي. په کور دننه د تازه ستنو شویو افغانانو وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې روان بشري ناورین ورسره لا پراخ شوی دی.

د سرپناوو نشتوالی، بې‌روزګاري، کمزوری اقتصاد، د مرستو کموالی او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه د تازه ستنو شویو افغانانو پر وړاندې لویې ننګونې دي.

نور خبرونه

رادیو