د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ د نښتو له امله کابو میاشت وشوه، چې د تورخم په ګډون پر یاده کرښه یو شمېر نورې لارې هم د سوداګریرې راکړې ورکړې پر مخ تړلې دي. دواړه غاړې زرګونه بار وړونکي موټرونه د خلاصون په تمه ولاړ دي او سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیانونه هم اوښتي دي.
له اسلاماباد نه خپرېدونکې اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په تورخم کې د پاکستاني ګمرک د چارواکو په حواله لیکي، چې د دروازې د اوږدمهاله بندېدو له کبله د بار وړونکو موټرو اوږدې لیکې جوړې شوې او د وارداتو تر څنګ صادراتي او ټرانزیټي مالونه بند پاتې دي.
چارواکي زیاتوي، چې په عادي حالاتو کې پاکستان افغانستان ته سمنټ، درمل، د نساجۍ توکي، تازه مېوې او سبزیجات صادروي او په بدل کې یې له افغانستان نه د ډبرو سکاره، صابونډبره، وچه مېوه، تازه مېوه او نور توکي واردوي.
یاده ورځپاڼه لیکي، پر تورخم لاره هره ورځ ۸۵۰مېلیونه پاکستانۍ کلدارې سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي چې له دې ډلې ۵۸۰مېلیونه کلدارې د پاکستان صادرات او ۲۴۰مېلیونه بیا دغه هېواد ته د افغانستان واردات دي. د پاکستان حکومت د ګمرکي محصولاتو له لارې هره ورځ شاوخوا ۵۰مېلیونه کلدارې عاید ترلاسه کوي.
د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې یوازې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پر مخ خلاصه شوې؛ خو له افغانستان نه بیا پاکستان ته د تلونکو کسانو پر مخ لا هم بنده ده. په دې موده کې زرګونه افغان کډوال له دې لارې هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
چارواکي خبرداری ورکوي، که د سوداګرۍ دغه بندښت دوام وکړي؛ نو دواړه هېوادونو ته به درانه زیانونه ورسوي او د بنسټیزو توکو او په ځانګړې توګه د خرابېدونکو مالونو بیې به ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې لا لوړې شي. افغان او پاکستاني سوداګرو په وار، وار نیوکې کړې چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د سیاسي ناندریو له کبله ډېر کله دوی ته درانه زیانونه اوښتي دي.
دواړو غاړو سوداګرو په بیا بیا ځل له خپلو چارواکو غوښتي، چې سوداګري دې نه سیاسي کوي او اجازه دې ورکړي چې له هر ډول سیاسي کشمکشونو سره، سره سوداګري روانه پاتې شي. د تورخم او نورو سوداګریزو لارو د بندښت له کبله په افغانستان او پاکستان کې د توکو بیې هم لوړې شوې دي.

