د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني په استانبول کې د اسلاماباد او طالبانو د خبرو په اړه په یوه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ټيټيپي پر کنټرولولو د اسلاماباد ټینګار د پاکستان په خاوره کې د وسلهوالو بریدونو ستونزه نه شي حل کولی.
اصف دراني زیاته کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان ماتول یوازې د قبایلي سیمو د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو له لارې شونی دی.
د ښاغلي دراني څرګندونې د طالبانو هغه دریځ منعکس کوي، چې ټيټيپي د پاکستان داخلي ستونزه ده او د اسلاماباد له سیاستونو سره تړاو لري، چې د دې هېواد د پالیسیو له امله د قبایلي سیمو د نارضایتۍ څخه راپورته شوې ده.
خو د پاکستان حکومت ټيټيپي ترهګر سازمان ګڼي او وایي، چې د پوځي عملیاتو له لارې به یې له منځه یوسي.
اسلاماباد باور لري، چې د ټيټيپي ستونزه هغه وخت حل کېدای شي چې یا خو دا ډله له افغانستان څخه واېستل شي، یا طالبان یې د بریدونو مخه ونیسي.
ښاغلي دراني په خپلې مقاله کې چې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د «جیو نیوز» په وېب پاڼه خپره شوې لیکلي، چې د دې ډلې د ماتې بهیر باید له پاکستان دننه د قبایلي سیمو څخه پیل شي، نه له افغانستانه.
د هغه په وینا، کله چې د تحریک طالبان پاکستان اصلي جوړښتونه د پاکستان دننه کمزوري شي، نو د دې ډلې هغه غړي چې په افغانستان کې دي پخپله به بې ملاتړه پاتې شي او د اغېزمنېدو وړتیا به له لاسه ورکړي.
هغه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې له طالبانو سره په معامله کې له صبر او ډيپلوماسۍ څخه کار واخلي.
دراني لیکلي: «پاکستان باید له افغان طالبانو سره په معامله کې له صبر او ډيپلوماټیکو لارو چارو کار واخلي، په ورته وخت کې دې پر هغه ځایونو چې ترهګریز مرکزونه شتون لري د له منځه وړلو لپاره هدفمند عملیات ګړندي کړي.»
دراني دا هم وویل، چې اسلام اباد باید د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو او غړو لپاره په کور دننه او بهر کې د هغوی ژوند ستونزمن کړي.
د هغه په باور، لومړنی ګام دا دی چې د افغانستان دننه د دې ډلې د مشرانو د نیولو په تړاو د نړۍوال حکم غوښتنه صادره شي او د هغوی د نیولو او سپارلو موضوع دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ کمیټې له لارې تعقیب شي.
هغه ټینګار کړی، چې د دې ډلې د دیني او فکري ایډیالوژۍ پر وړاندې باید فکري مبارزه وشي. دراني ویلي، تحریک طالبان پاکستان په ټولنه کې مشروعیت نه لري او دا خلا باید د سیمه ییزو خلکو د ځواکمنولو او د پولیسو د تجهیز له لارې ډکه شي.
دراني دا خبرداری هم ورکړی، چې ګړندۍ پالیسي باید په افغانستان کې د پاکستان ضد کړیو ملاتړ پیاوړې نه کړي.
هغه د افغان کډوالو د پراخې اېستنې په تړاو لیکلي دي: «پاکستان باید د افغانستان خلکو ته د دوستۍ پیغام واستوي. افغانان په پاکستان کې د ارام احساس کوي او دا د اسلاماباد لپاره یوه ستره پانګه ده. د افغانانو ډله ییز اېستل به یوازې د افغانستان دننه ضد پاکستاني جریانونه پیاوړي کړي، نو باید ترې ډډه وشي.»
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو او اقتصاد اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې باید د سوداګرۍ، تګ راتګ او ګډو پانګونو زمینه برابره شي، په ځانګړي ډول دې افغان سوداګر د پانګونې لپاره په پاکستان کې وهڅول شي.
د هغه په وینا، افغان سوداګر چمتو دي چې په پاکستان کې سترې پانګونې وکړي، خو په دې شرط چې د هغوی د پانګې امنیت تضمین شي.
طالبان د ټيټيپي پر فشار اندېښمن دي
د پاکستان پخواني لوړپوړي ډیپلوماټ ویلي، چې افغان طالبان پر پاکستاني وسله والو فشار نه راوړي، ځکه وېره لري چې هغوی به د داعش خراسان ډلې سره یو ځای شي. طالبانو د پاکستان له چارواکو سره په خبرو کې منلې، چې د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي له مخکې د داعش سره یوځای شوي دي.
دراني ټینګار وکړ، چې افغان طالبان د وسله والو ډلو له شړلو او جګړې پرته بله چاره نه لري، ځکه چې دا ډله د نورو هېوادونو پر وړاندې هم مسوولیت لري.
هغه ویلي دي: «طالبان نه شي کولای په افغانستان کې د ټيټيپي له شتون څخه انکار وکړي او نه هم دا خبره د نورو له سترګو پټه ساتل کېدای شي.»
دراني د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې اسلاماباد داعش ته پناه ورکړې ده.
د هغه په وینا، طالبان په افغانستان کې د وسله والو د شتون له شواهدو سره د مخ کېدو پر مهال بې احتیاطي او بې مسوولیته دي.
د طالبانو د مذاکراتو ستراتیژي
دراني د استانبول د خبرو اترو په اړه وویل، چې طالب چارواکي په دې خبرو اترو کې هېڅ واک نه لري او ټولې پرېکړې له کندهار څخه کېږي.
د هغه په وینا، د طالبانو په رژیم کې د پرېکړې کولو پروسه خورا متمرکزه ده او هېڅ طالب چارواکی د هبت الله له خوښې پرته پرېکړه نه شي کولی.
دراني زیاته کړې، چې طالب چارواکي په قصدي ډول د بل لوري د ستړي کولو لپاره خبرې اترې اوږدوي.
د هغه په وینا، د طالبانو له نظره د بل لوري د غوښتنو هر ډول منل د شاتګ او د دوی د وقار تر پوښتنې لاندې راوستلو معنا لري.

