په پاکستان کې مېشت سوداګر وایي، د پاکستان او افغانستان تر ترینګلتیا او د لارو له بندېدو وروسته، تر اوسه یوازې پاکستان ته شاوخوا ۵ میلیارده ډالره زیان رسېدلی دی. له دې سره، په پاکستان کې د مېوو، سبزیو او نورو خوراکي توکو بیې هم څو برابره لوړې شوې دي.
په پاکستان کې مېشتو سوداګرو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په ګډون د ټولو لارو د بندېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګریزې چارې اغېزمنې شوې دي.
دوی زياته کړې: «تراوسه یوازې پاکستان ته د پنځه میلیارده ډالرو زیان رسېدلی دی. په پاکستان کې د مېوو او سبزیجاتو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې دي.»
سوداګرو اندېښنه ښودلې، چې کاروبار یې په ټپه درېدلی او د خلکو ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د باروړونکو موټرو اوږده کتارونه ولاړ دي او سوداګر وايي، که دا لارې ژر خلاصې نه شي د خوراکي توکو کموالی او د نرخونو نور زیاتوالی به د دواړو هېوادونو بېوزله ولس ته لا زیاتې ستونزې جوړې کړي.
دغه لارې د لنډمهال لپاره د افغان کډوالو د تګ راتګ لپاره پرانیېستل شوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف مخکې ویلي و، چې له افغان طالبانو سره د ترکیې د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته به د لارو د خلاصېدو په اړه غور وکړي.

