د خیبر د تیرا اوسېدونکي وايي چې د عملیاتو لپاره خپله سیمه نه پرېږدي

۶ ساعتونه مخکې

د خیبر پښتونخوا د تیرا سلګونو اوسیدونکو د یوې غونډې پرمهال په یاده سیمه کې له پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودلی او پرېکړه یې کړې ده، چې له خپلې سیمې به ونه وځي.

د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د اپریدي قبیلې سلګونو کسانو د پوځي عملیاتو د کېدو په غبرګون کې غونډه کړې او پرېکړه یې کړې چې مرګ ته چمتو دي، خو له خپلې سیمې به ونه وځي.

د تیرا د سیمې یو قومي مشر دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، «اوس دا خبره وړاندې کوي، چې ته(د سیمې اوسیدونکي) علاقه پرېږده. نو د دغو اپریدو خبره داده چې زه کډه نه کوم، کډې ته نه یم تیار.»

د یاد قومي مشر پرېکړه د سلګونو راټولو شویو کسانو له خوا تایید شوه.

نوموړي وویل، چې خلک د لښکرو جوړولو توان نه لري، چې ظاهرا یې هدف د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د حکومت په ملاتړ د امن لښکر جوړول دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ پلان لري، چې د خیبر پښتونخوا د تیرا په سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي، خو د سیمې د اوسېدونکو له مخالفت سره مخ دی.

د پاکستان د پوځ مشر څو ورځې وړاندې په پېښور کې له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل، خو د خیبر او وزیرستان په ګډون د ګڼو قبایلي سیمو خلکو د امن پاڅونونو له لارې له پوځي عملیاتو سره مخالفت کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پوځ تور پورې کړی، چې په تدریج د ناامنۍ فضا رامنځته کوي او بیا د دفاع او ترهګرۍ په نوم جګړې جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین تېره اونۍ وویل، چې «پخپله ترهګري کوي، عام پښتانه وژني او د هغوی پر معدني وسایلو قبضه او لوټ‌مار کوي».

د پاکستان د پوځ ویاند وړمه ورځ له پاکستاني خبریالانو سره په یوه ناسته کې وویل چې دوی له ټي ټي پي سره خبرې نه کوي او هغه کسان، چې خبرې غواړي «افغانستان ته دې لاړ شي».


نور خبرونه

رادیو