خواجه اصف: د پاکستان پلاوی یوازې د ټي‌ټي‌پي د مهار غوښتنې لپاره استانبول ته تللی دی

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، د پاکستان پلاوی د چهارشنبې په ورځ د خبرو اترو د درېیم پړاو لپاره استانبول ته تللی او هیله لري، چې طالبان په دې پړاو کې په هوښیارۍ سره عمل وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې کمې شي.

خواجه اصف وویل، چې پاکستان یوازې یوه غوښتنه لري: «دا چې افغان طالبان د افغانستان له خاورې څخه د وسله والو بریدونه ودروي.»

تمه ده، چې خبرې سبا د پنجشنبې په ورځ پیل شي. له افغانستان څخه د سرچینو په وینا، د طالبانو په پلاوي کې د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق، سهیل شاهین، رحمت‌الله نجیب، قهار بلخي، ذاکر جلالي او انس حقاني شامل دي.

ویل کېږي، چې په دې پړاو کې د پاکستاني پلاوي مشري د پوځي استخباراتي ادراې مشر عاصم ملک پر غاړه ده.

د طالبانو اداره او د پاکستان حکومت په داسې حال کې د درېیم پړاو خبرو لپاره چمتو کېږي، چې دویم پړاو خبرې په استانبول کې بې‌پایلې پای ته رسېدلې وې.

ترکیه او قطر د منځګړیتوب په توګه هڅه کوي، چې دا خبرې تر هغو دوام وکړي، څو څرګندې پایلې ولري.

د طالبانو او د پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د دواړو تر منځ د يورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې وشوې.

دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې پاکستان په کابل او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه وکړل.

د دې بریدونو په ځواب کې طالبانو د تلې په ۱۹مه د شپې مهال د ډيورنډ په اوږدو کې د اوو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې متقابل بریدونه ترسره کړل، چې د دواړو لوریو ترمنځ سختې نښتې وشوې.

اسلام‌اباد تل افغان طالبان په دې تورنوي، چې د پاکستان د مخالفو توندلارو ډلو ملاتړ کوي او وايي، د دواړو لوریو د خبرو اصلي موضوع دا ده چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت او تنظیم کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر د «جیو نیوز» د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو سره د خبرو نتیجه به څه وي؟ وویل: «که دا خبرې بې‌ پایلې پاتې شي او له افغانستان څخه پاکستان ته بریدونه دوام وکړي، جګړه به نه‌ منل کېدونکې وي.»

طالبانو تل د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌ والو ډلو د شتون خبره رد کړې ده. دغه ډله وايي، چې د پاکستان حکومت د خپلو کورنیو ناامنیو د ستونزې د حل توان نه لري او غواړي دا بوج د طالبانو پر غاړه واچوي.

پاکستان وايي، د ډیورنډ کرښې هاخوا د بریدونو دوام د اوربند سرغړونه ده او دوی به یې ځواب د افغانستان په خاوره کې ورکړي.

دغه هېواد له طالبانو غواړي، چې د دغو بریدونو د مخنیوي بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي. د طالبانو ویاند ویلي، چې دوی د افغانستان د پولو پر ټولو برخې بشپړ کنټرول نه لري او نه شي کولای د دې ډول بریدونو مخه په بشپړ ډول ونیسي.

د طالبانو او د پاکستان د دفاع وزیرانو ترمنځ د خبرو اترو په لومړي پړاو کې دواړو خواوو په درېیو مسایلو موافقه وکړه: د اوربند دوام، د سولې د ډاډمنولو لپاره د څارنې او بیاکتنې د میکانیزم جوړول او د سرغړونې په صورت کې د سزا ټاکل.

نور خبرونه

رادیو