حنیف پښتین: له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري‌ اېستل د انتقامي سیاست د دوښمنۍ نوې بڼه ده

۳ ساعتونه مخکې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پښتین وايي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل د افغان قوم پر وړاندې د انتقامي او سیاسي دوښمنۍ نوې بڼه ده. د هغه په خبره، پاکستان د همدې افغان کډوالو په نوم په تېرو ۵۰ کلونو کې له نړۍوالو بېلیونونه ډالره مرستې ترلاسه کړې دي.

پښتین د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو اړوند لیکلي: «پاکستان د بر وطن له افغانانو څخه نیمه پېړۍ اقتصادي او سیاسي ګټه پورته کړه. د هغوی کاروبار او پانګه یې استعمال کړه خو اوس یې د امنیت او قانون په پلمه د زور له لارې له هېواد څخه شړي.»

د نوموړي په خبره، د خلکو هغه شتمنۍ او کاروبارونه چې په کلونو کې جوړ شوي، د پولیسو په زور لوټل کېږي او بې‌ګناه کورنۍ بې‌سرپناه پاتې کېږي.

نوموړي‌ د بشري حقونو، سیاسي قوتونو او تنظیمونو چوپتیا د اندېښنې وړ ګڼلې ده.

هغه زیاته کړې: «د نړۍ د بشري حقونو سازمانونه، نړۍوالې مؤسسې او ان په پاکستان کې جمهوري او انسان‌ دوسته سیاسي تنظیمونه په بشپړه توګه خاموش پاتې دي.»

پښتین پر دغه حالت او چوپتیا خواشني ښودلې او له ټولو تنظیمونو څخه یې د غږ پورته کولو غوښتنه کړې: «کله چې کابل شتمن وو، نو هر سیاسي فرد غږ پورته کاوه؛ خو نن چې کابل غریب دی، هماغه ټول تنظیمونه، فعالان او مدعيان چوپ دي»

هغه د افغان کډوالو جبري اېستل د یوه ملت د عزت سپکاوی بللی او دا یې «یوازې بشري ناورین نه، بلکې د استعماري سیاستونو سیاسي منافقت او د افغان قوم پر ضد د اوږدمهاله دوښمنۍ دوامداره بڼه» ګڼلې ده.

د پښتین په خبره، له نیمې پېړۍ راهيسي په پښتونخوا او په پاکستان کې مېشت د بر وطن افغانان د جګړو او بې ثباتۍ له امله دې خاورې ته پناه راوړې او اوس د سخت جبر، تاوتریخوالي او سپکاوي سره مخ دي.

نوموړي‌ لیکلي: «د دې ظلم پر وړاندې د نړۍوالو سازمانونو، د بشري حقونو د مدافعینو او د پښتنو سیاسي مشرتابه چوپتیا د تاریخ قضاوت نه شي زغملای.»

نور خبرونه

رادیو