د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې دا وخت په پاکستان کې د اساسي قانون او قانون پر ځای د «عاصم قانون» واک چلېږي. نوموړي ویلي، عاصم منیر د تاریخ تر ټولو مستبد واکمن دی، چې د بېساري جبر دوره یې واکمنه کړې.
عمران خان له اډیاله زندان نه په خپل پیغام کې ویلي، چې د عاصم منیر واکمني بشري حقونو ته له سپکاوي ډکه ده او حتا د ښځو، ماشومانو او زړو خلکو حقونه هم خوندي نه دي.
نوموړي ویلي، چې د عاصم منیر د واک تنده دومره زیاته ده چې د خپل قدرت د ساتلو لپاره هر ډول کار ته تیار دی.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي، چې دا مهال د ټول هېواد برخلیک د یو تن، عاصم منیر، په امرونو پورې تړلی دی.
عمران خان په خپل پیغام کې په ډاګه کړې، چې تحریک انصاف له حکومت او پوځ سره خبرې نه کوي.
هغه د شهباز شریف په مشرۍ حکومت له یوه کاغذي او بېواکه حکومت سره پرتله کړی، چې دده په وینا، لومړی وزیر یې د «زه به اجازه واخلم، بیا به درته ووایم» تر تګلارې لاندې کار کوي.

