د پنجاب د بهاولپور په سیمه کې پولیسو ۱۲ افغان ډاکټران او د طب پنځه محصلین نیولي او له تېرې ورځې راهیسې یې بندیان کړي دي. نیول شوي کسان وایي، کورنۍ یې اندېښمنې دي او په اسلاماباد کې یې خپله ستونزه د طالبانو له سفارت سره هم شریکه کړې، خو تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی.
د طبي برخې یو شمېر کارکوونکو او محصلینو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پنځه افغان محصلین د قائداعظم په طبي پوهنتون کې زدهکړې کولې او ۱۲ افغان ډاکټران د همدې پوهنتون اړوند د تخصص پروګرام ترسره کوي.
د همدې کسانو له ډلې ډاکټر شمشاد شینواري زیاته کړې: «تېره ورځ ناڅاپه امنیتي چارواکي راغلل، موږ یې له کالج او روغتون دواړو را واېستلو او د ښار په بل سیول روغتون کې یې بندیان کړو. هغوی وویل، چې موږ د ویزې د نشتوالي له امله نیول شوي یو.»
د پوهنتون یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پېښه تایید کړې او ویلي یې دي: «لوړو چارواکو ورته امر کړی چې ترڅو ستونزه حل شوې نه وي، له رسنیو سره خبرې ونه کړي.»
هغه زیاته کړې: «موږ ته ښکاري چې ستونزه په کار کې نه ده، بلکي د ویزې په اسنادو کې ده. موږ ته ویل شوي چې دا کسان باید تر هغې محاصره پاتې شي څو قانوني تصدیق یې بشپړ نه شي.»
د ډاکټر شمشاد په خبره، دوی پاکستان ته له قانوني اسنادو سره راغلي او د ویزې د تمدید لپاره یې غوښتنلیکونه هم وړاندې کړي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.
نوموړی همداراز زیاتوي: «موږ د دې موضوع په اړه په اسلاماباد کې د طالبانو له سفارت سره د اړیکو نیولو هڅه کړې، خو تر اوسه یې هېڅ ځواب نهدی راکړی.»
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي، چې له همدې امله نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې تړل شوې، بلکې زرګونه کسان هم په جبري ډول له دغه هېواده اېستل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په نیول شویو او اېستل شویو کسانو کې د مدني ټولنې غړي، د پخواني جمهوري حکومت کارکوونکي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او همدارنګه ځينې خبریالان هم شامل دي.
په پېښور کې د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د خبریال جواد شینواري د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو څلورو ورځو کې د تورخم له لارې شاوخوا ۱۸ زره افغانان اېستل شوي دي.
د څارونکو په وینا، دا ډول پېښې کولای شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فضا لا پسې زیانمنه کړي.

