د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په دوحه کې د قطر د لومړي وزیر مرستیال او دفاع وزیر سعود بن عبدالرحمن الثاني سره په لیدنه کې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. د هغه د دفتر لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي د قطر له امیر سره هم خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا خبرې شوې دي. ښاغلي زرداري بیا د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په لیدنه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې د دوحې رول ستایلی دی.

