اسحاق ډار: کابل کې یوه پیاله چای د پاکستان لپاره ډېره قیمته تمامه شوه

۸ ساعتونه مخکې

په داسې حال کې چې د طالبانو او اسلام‌اباد تر منځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، کابل ته د دوی د استخباراتو پخواني رییس فیض حمید سفر او هلته د چایو پیاله د دوی لپاره ډېره قیمته تمامه شوه.

ډار د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په سنا مجلس کې په نامستقیمه توګه د تحریک انصاف ګوند پر پخواني حکومت نیوکې وکړې. هغه وویل: «د چایو د یوې پیالې په پلمه د افغانستان پاکستان دروازې پرانېستل شوې، دا یوه ستره تېروتنه وه چې باید بیا تکرار نه‌شي.»

په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو تر واک اېله څو ورځې وروسته د پاکستان د څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) پخوانی مشر جنرال فیض حمید او د دغه هېواد د پوځ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی و. د دغه سفر موخه د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو حل بلل شوی و او همداراز یې نه یوازې په کور دننه؛ بلکې نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي وو.

ډار د خپلې وینا پر مهال زیاته کړې، چې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډېر شوي او د «ټي‌ټي‌پي په ګډون بلوڅ‌ بېلتون‌پال د افغانستان له خاورې فعالیتونه کوي.» دغه پاکستاني چارواکي همدا راز ادعا کړې وه، چې د مسایلو د حل لپاره ورته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځلې ټلېفوني اړیکه تینګه کړې وه؛ خو پر کابل واکمنو دغه ادعا «له حقیفت لرې» وبلله.

تېره میاشت د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه خونړۍ نښتې وشوې او لا تر اوسه پورې هم د دواړو لوریو ترمنځ پر یاده کرښه ټولې دروازې تړلې دي، چې له کبله یې سوداګري هم په ټپه ولاړه ده. که څه هم طالبانو او پاکستاني پلاویو په دوحه او ترکیه کې اوربند وکړ؛ خو د رامنځته شوي کړکېچ په تړاو لاتر اوسه پورې وروستۍ هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.

نن د (لړم ۱۵مه) استانبول کې یو ځل بیا د دواړه خواوو ترمنځ مذاکرات پیلېږي، چې د طالبانو د پلاوي مشري د دغه ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني لوري مشري بیا د «ای‌اېس‌ای» مشر کوي. په افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو پر ضد» عملیات او د هغوی د مرکزونه له‌منځه وړل د دغه مذاکراتو اصلي او لانجه‌من موضوعات دي.

نور خبرونه

رادیو