پاکستان: پر سپین بولدک مو برید نه دی کړی بلکې له ځانه مو دفاع کړې

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزارت ویلي، دوی د طالبانو هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې د سپین بولدک د پېښې په اړه خپرې شوې دي. دغه وزارت وایي چې ډزې د افغان لوري له خوا پیل شوې وې او دوی یې دفاع کړې. طالبانو تر دې مخکې ویلي و، چې پاکستان پر سپین‌بولدک برید کړی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې چې د پنجشنیې په ورځ (د لړم ۱۵مه) یې خپره کړې ویل شوي: «ډزې د افغان لوري له خوا پيل شوې وې، چې زموږ امنیتي ځواکونو ورته سمدستي، خو په سنجیده او مسوولانه توګه ځواب ورکړ.»

دغه وزارت زیاته کړې، چې پاکستان د سولې او همکارۍ ملاتړ کوي، خو هر ډول تېری او بې‌ځایه ډزې د منلو نه دي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، چې پاکستان اوربند مات کړی او پر سپین بولدک یې برید کړی دی. هغه زیاته کړې وه، دوی په استانبول کې د مذاکراتو په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار پر سپین بولدک د پاکستاني ځواکونو په برید کې د حاجي وردګ او سیټ کلیو کې د پاکستان د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د برید پر مهال د وېش په سیمه کې د حاجي وردګ او سیټ په کلیو کې پر دوو ملکي کورونو د هاوان مرمۍ لګیدلې دي، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون څلور نور ټپیان دي.

سرچینو ویلي، چې د برید په وخت کې د سپین بولدک د وېش له سیمې څخه د وتلو پرمهال د موټرو په ټکر کې هم لس کسان ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو