د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی سلاکار فاروق اعظم په یوه پیغام کې د طالبانو د مشر له خوا له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د خلکو د سیاسي بیداري او پوهاوي ستاینه کړې ده. هغه وايي، یو شمېر ښاریانو، رسنیو او طالب چارواکو د هغه له ګوښه کېدو وروسته ورسره خواخوږي کړې ده.
فاروق اعظم د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه پيغام کې لیکلي: «زه د خپل ولس سیاسي بیداري او شعور ستایم چې د خپل یو خدمتکار خدمت ته په درنه ګوري. تېرو څو ورځو کې کابل کې د امارت د لوړ پوړو چارواکو په شمول د ولس مختلفو پرګنو تماس راسره نیولی دی. د ټولو دوستانو له خواخوږۍ ډېره مننه.»
نوموړي لیکلي، چې څلور کاله یې «د دین او وطن خدمت د عبادت په نیت وکړ.»
د هغه په خبره، چې د دندې پر مهال له خطرونو سره مخ شوی او د اوبو د سرچینو د لټون، مهار او تنظیم لپاره لرې سیمو ته تللی و.
هغه لیکلي: «پروسږکال د سپین غره په ډډه خوږیاڼو کی نږدی اوبو غرق کړی وم، فقط ثانیې پاتې وې چې الله پاک د ولس د مزید خدمت لپاره نجات راکړ. د وطن د سرلوړو غرو په ډډو کې مې د اوبو دمنابعو د لټون، مهار او تنظیم لپاره هغو ځایو ته چې سړک نه و تللی ورغلی یم.»
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی ستر سلاکار فاروق اعظم چې د نجونو د زده کړو د پلوۍ له امله بندي او بیا له ۱۵ورځو بندي کېدو وروسته خوشې شوی و، د لړم په ۱۱مه له دندې ګوښه او د نظامي محکمې د پرېکړې له مخې، نور د طالبانو په واکمنۍ کې دنده نه شي کولی.
فاروق اعظم چې د لندن په پوهنتون کې د اوبو سرچینو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي د طالبانو په حاکمیت کې د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار و.

