په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د روسیې د ولسمشر د نړۍوالې جرمي او حقوقي همکارۍ له ځانګړي استازي سره د دغې محکمې د وروستیو پرېکړو په اړه خبرې کړي.
دغې محکمې د بشریت ضد جرمونو په تور د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د مشر د نیولو صادر کړی دی.
په مسکو کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفير ګل حسن حسن د روسیې فدراسیون د ولسمشر د نړۍوالې جرمي او حقوقي همکارۍ له ځانګړي استازي ایلیا روګاچوف سره په لیدنه کې د یادې محکمې پر حیثیت او رول بحث کړی دی.
د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د نړۍوالې جنایي محکمې، د هغې د فعالیتونو، حیثیت او رول پر بحث سربېره د نړۍوالې جنایي محکمې او د هغې د وروستیو پریکړو په اړه هم گډ بحث وشو.»
طالبانو د همدې لیدنې او خبرو نور جزییات نه دي خپاره کړي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې د روان کال د چنګاښ میاشتې په نیمايي کې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د سترې محکمې د رييس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړل.
د دې محکمې په اعلامیه کې د طالبانو مشر اخوندزاده او د قضايي برخې تر ټولو لوړ پوړی چارواکی حقاني پر بشریت ضد جرمونو تورن شوي دي.
له دې سربېره دغې محکمې په ۱۴۰۱ کال کې په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په تړاو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیونې حکم هم صادر کړی و.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته د نورو پراخو بنديزونو ترڅنګ پر ښځو هم ګڼ بندیزونه ولګول.
ښځې او نجونې يې له ښوونځي، پوهنتونونو، کار، تفريح او ورځينو چارو منعه کړې او نږدې هره ورځ د نارينه وو ترڅنګ ځينې ښځې هم د ځينو تورونو له امله په عام محضر کې په دُرو وهل کيږي.

