د طالبانو د تېرې دورې پر مهال په پاکستان کې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د پاکستاني ځواکونو له خوا پر سپین بولدک ننني برید ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان د ژمنو او مذاکراتو پر ارزښت باور نه لري.
هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: « نن په استانبول کې د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ خبرې پیل شوې، خو په همدې وخت کې د پاکستان هوايي ځواکونو د بولدک په سیمه کې بریدونه کړي، چې زموږ معصوم هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان شوي دي».
نوموړي زیاته کړې، «دا ښيي چې پاکستان نه تعهد ته ژمن دی او نه د خبرو په اهمیت پوهېږي.»
د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات په داسې حال کې ترسره کېږي چې نن یو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو له خوا پر بولدک ولسوالې برید شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو له خوا پر سپین بولدک برید تایید کړی او وايي، طالبانو د مذاکراتو په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي مخنیوي په موخه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
هغه زیاته کړه چې د مذاکراتو په تیره ناسته کې د اوربند د غځیدو او د تیري پر نه کیدو موافقه شوې وه، خو پاکستاني ځواکونو یوځل بیا سپین بولدک کې برید کړی.
په سیمه کې د سرچینو د معلوماتو له مخې، پپه دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون څلور تنه نور ټپیان دي.

