د طالبانو مشر هبتالله په کندهار کې د دیني جامعاتو مسوولینو او فارغانو ته په یوه غونډه کې ویلي: «د اسلامي نظام لوی هدف د شرعي محاکمو او قضا له لارې د شریعت تطبیق دی.»
نوموړي د قضا برخې له فارغانو غوښتې، چې په «شرعي فیصلو کې د چا تر تاثیر لاندې را نهشي ان که زه هم یم.»
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په کندهار کې د طالبانو د لوړو زد کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو د قضا او افتاء څانګو له مسوولینو او فارغانو سره په یوه غونډه کې برخه واخیسته.
هبتالله په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر اطاعت، د دوی د نظام پر ملاتړ او د شریعت پر عملي کولو ټينګار کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې د محاکمو او قضا له لارې به په ټولنه کې شریعت تطبیقوي.
نوموړي ویلي: «تاسو ته به د قضاء دروند مسووليت در سپارل کېږي، نو په پوره جرئت به شرعي فیصلې کوئ او د چا تر تأثير لاندې به نه راځئ، حتی زما تر تأثير لاندې به هم نه راځئ»
هبتالله یو ځل بیا د شریعت په عملي کولو کې له علماو او خلکو له ملاتړ او همکارۍ مننه کړې ده.
هغه ویلي: «د علماء کرامو او عامو مسلمانانو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه چې د اسلامي نظام په قيام، د شريعت په تطبيق او د فرامينو په عملي کولو کې يې له امارت سره کړې ده.»
واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو را وروسته دغه ډلې د شریعت د عملي کولو په نوم پر ټولنې ګڼ بندیزونه لګولي او ان په همدې نوم یې د زده کړو یوه برخه هم بنده کړې.
د طالبانو دغه ډول کړنې په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.

