د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال به له کندهار څخه د وچو مېوو صادرات پنځه زره میټریک ټُنو ته ورسېږي. دغه وزارت زیاتوي، چې تېر کال د وچو مېوو د صادراتو کچه ۴،۵ زره مټریک ټُنه وه.
دغه وزارت زیاتوي چې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي او تولید زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء رییس او د افغانستان د وچې مېوې د ټولنې استازي قاري گلمحمد په وینا، د کرنې وزارت د بستهبندۍ د کیفیت په ښهوالي، د معیاري وچولو د لارو چارو په ترویج او د بازار موندنې د زمینې په برابرولو کې مهم رول لوبولی، چې دا کار د وچو مېوو د تولید او صادراتو د زیاتوالي لامل شوی دی.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال د افغانستان ۱۵ ډوله وچې مېوې، لکه انځر، ممیز، ابجوش، شکرپاره او بادام د هېواد له بېلابېلو ولایتونو لکه بلخ، تخار، هرات، غزني، فاریاب، جوزجان او کندهار څخه راټولېږي او د کندهار شور اندام کې بستهبندي کېږي او له هغه ځایه بیا هندوستان، پاکستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.
ګل محمد زیاته کړې، چې د ایران د بندر عباس او چابهار له بندرونو څخه صادارت ترسره کیږي، ځکه چې د پاکستان د لارې تړل کېدل د صادراتو په بهیر کې ځینې ستونزې رامنځته کړي دي.
وزارت ټینګار کړی چې دوی به د وچو مېوو له سکتور سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د شته ننګونو د حل لپاره به هم هلې ځلې وکړي.
تر دې مخکې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارو (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي. په دغو انتقالاتو کې صادرات هم شامل دي.
له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټنه، د اقینې بندر له لارې (۹۴۰۵) ټنه، د تورغونډۍ له لارې (۱۷۸۶۲) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۱۳۲۳) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۳۶۲۲۷) ټنه کېږي.

