عبدالمنان عمري: دولتي ادارې مکلفې دي چې خپلو برخو کې د راستنو شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري سپین بولدک ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه کړې څو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

عمري له راستنېدونکو کډوالو سره لیدنه کې ډاډ ورکړی چې له امکاناتو سره سم به د هغوی ستونزو او ننګونو ته رسیدنه وکړي.

عمري زیاته کړې، چې راستنېدونکو کډوالو ته د سرپناه، اوبو، خوړو او درملو د برابرولو لپاره عاجل اقدامات کوي او همداراز د هبت‌الله له حکم سره سم ټولو دولتي ادارو ته دنده سپارل شوې؛ چې هره اداره له خپلو مسوولیتونو او دندو سره سم د راستنه‌شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر همداراز ویلي، وزارت هڅه کوي د راستنېدونکو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې له لارې د کار زمینه برابره کړي، مسلکي کسان به په خپل اطلاعاتي بانک کې ثبت کړي او له زده‌کړو پاتې کسانو ته د تخنیکي او مسلکي مرکزونو، مدرسو او ښوونځیو له لارو د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي.

ملا عبدالمنان عمري له پنډغالي تر لیدنې وروسته، د کرنې، سوداګرۍ، ښارجوړولو او کډوالو ادارو له مسوولینو سره هم ناسته وکړه او ټینګار یې وکړ چې د راستنېدونکو هېوادوالو د استخدام په بهیر کې دې هغوی ته لومړیتوب ورکړل شي او د کارګرانو د حقونو خوندیتوب دې هم په جدي ډول وڅارل شي.

نور خبرونه

رادیو