طالبان د کابل عیدګاه جومات د ښار د فعال جامع جومات په توګه پرانیزي

۲۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل تاریخي عیدګاه جومات به له دې وروسته د ښار د یو فعال جامع جومات په توګه فعالیت کوي او د پنځه وخته لمونځونو لړۍ به پکې په منظم ډول ترسره کېږي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پرېکړه د دیني شعایرو د پیاوړتیا، د جوماتونو د فعال ساتلو او د اسلامي ارزښتونو د ترویج په موخه شوې ده.

تر دې وړاندې به د عیدګاه جومات دروازې یوازې د اخترونو د لمونځونو او فاتحو پر مهال د خلکو پرمخ پرانیستل کېدې، خو اوس به دا جومات د ښار د نورو جامع جوماتونو په څېر د لمونځ کوونکو پر وړاندې هره ورځ خلاص وي.

عیدګاه جومات د افغانستان له پخوانیو او تاریخي جوماتونو څخه دی.

دا جومات د شاه غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال د هېواد د خپلواکۍ بیا ګټلو د اعلان ځای پاتې شوی او د ملي تاریخ یوه مهمه نښه بلل کېږي.

په ۲۰۲۰کال کې له پخواني جمهوري نظام سره د طالبانو د مخالفت پر مهال د همدې جومات شاوخوا سیمه د طالبانو له خوا د توغندیز برید موخه ګرځېدلې وه، چې له امله یې یو شمېر امنیتي سرتېري هم ټپيان شوي او ځینې کسان وژل شوي وو.

دغه جومات د پخواني جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ځانګړي حکم بیا ورغول شو.

نور خبرونه

رادیو