په کندوز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار وایي، د جمعې په سهار د (لړم ۱۶مه) شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کندوز ښار د اتمې حوزې اړوند چاودنه کې یو کس وژل شوی. هغه وایي، وژل شوي کس د برید د پلان په موخه چاودېدونکي توکي لېږدول چې خپله پرې چاودېدلي دي.
د طالبانو په وینا؛ د پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې او تر بشپړېدو وروسته به یې نور جزییات هم شریک کړي.

