د دوحې غونډې افغان ګډونوالې:د بشري او ټولنیزو کړکېچونو د حل لپاره باید عملي لارې وموندل شي

۴ ساعتونه مخکې

په دوحه کې د ملګرو ملتونو د ټولنیز پرمختګ په غونډه کې د بشري حقونو او ښځو دوو فعالانو فریده راقي‌صوفي‌زاده او یاسمین نبي‌زاده ګډون کړی دی.

دوی ټينګار کړی، چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري او ټولو کړکېچونو ته دې باید د حل عملي‌ لارې وموندل شي.

د افغانستان د مدني ټولنو او بشري‌ حقونو بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د افغانستان رسمي څوکۍ لا هم خالي ده، ځکه طالبان نړۍوال مشروعیت نلري او بلنه هم نه‌ده ورکړل شوې.

د خبرپاڼې له‌مخي، د افغان ښځو او فعالانو تشه دوی ډکه کړې او ورسره به د افغانستان د خلکو د بشري حقونو غږ تر نړۍوالو ورسوي.

په دې غونډه کې فریده راقي‌صوفي‌زاده او یاسمین نبي‌زاده ویلي: «نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي. ښځې، ماشومان او زیانمنې کورنۍ ملاتړ ته اړتیا لري.»

دغه بنسټ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بشري حقونو بنسټونه او د دوی استازي هڅې کوي په هېواد کې د دوامداره کړکېچ او فشارونو د حل لپاره نړۍوال وهڅوي او ملاتړ یې راجلب کړي.

د افغانستان د مدني ټولنو او بشري حقونو بنسټ له بېلابېلو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو غوښتي: «دغه غونډه یوه ښه موقع ده، چې نړۍوال بنسټونه او هېوادونه د افغانستان د بشري حقونو له مدافعینو سره اړیکې ټینګې کړي او خپله ژمنه بیا تازه کړي چې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه‌ والي او د بشري حقونو د ملاتړ لپاره هڅې کوي.»

دغه غونډه له درېیو لسیزو وروسته دویم ځل دی چې جوړېږي. دغه غونډه د نومبر میاشتې په ۴مه پيل شوې او لا هم روانه ده.

په دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو ولسمشران، وزیران، ډيپلوماټان، خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او د ښځو فعالانې ګډون کوي او نړۍوالو ننګونو او د ګډو همکاریو د لارو چارو په اړه بحث کوي.

دغه غونډه په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو اړوندو ډېریو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو په وار- وار اندېښنې ښودلې دي.

نور خبرونه

رادیو