اسلام‌اباد کې پخوانی افغان سفیر: د پاکستان او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې اختلافونه زیات شوي

۳ ساعتونه مخکې

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیب‌الله علي‌خېل ترکیه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د روانو مذاکراتو په اړه ویلي، چې د دواړو ترمنځ کړکېچونه او اختلافونه زیات شوي دي. په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي تر منځ د خبرو درېیم پړاو د پنجشنبې په ورځ پیل او لا هم روان دی

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، له هغه مهاله چې په افغانستان کې جمهوري نظام نسکور او طالبان بیاځلي واک ته رسېدلي، د دواړو لورو تر منځ اختلافات په تدریجي ډول زیات شوي دي. هغه زیاته کړې، چې پاکستان د لومړي ځل په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت ونه‌پېژانده، بلکې پرې فشارونه یې لا پسې زیات کړل.

د هغه په وینا له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري اېستنه، په سوداګرۍ او ترانزیټي لارو کې خنډونه او په نړۍوالو غونډو کې د طالبانو پر ضد دریځ نیونه د دغه کړکېچ څرګندې نښې دي.

علي‌خېل زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې پر کابل هوايي برید، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې او لفظي شخړې ښيي، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې د «بحران» حالت ته نږدې شوي دي.

نوموړي د دوحې مذاکراتو په اړه ویلي، بنسټیزه موضوع د پاکستان له‌خوا د تحریک طالبان پاکستان موضوع ده او اسلام‌اباد له طالبانو غوښتي، چې د دغې ډلې د مهار او په پاکستان کې دننه د هر ډول بریدونو د مخنیوي ضمانت ورکړي، خو طالبانو بیا ټینګار کړی چې د پاکستان پوځ باید د افغانستان پر خاوره بریدونه تکرار نه کړي او د ټي‌ټي‌پي موضوع د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

علي‌خېل ویلي، د دوحې خبرو کې یوازې پر اوربند او د خبرو پر دوام موافقه شوې، چې دا د ژورو اختلافونو څرګندونه کوي. هغه دا هم ویلي، د ترکیې د مذاکراتو بڼه له معمول څخه توپیر لري، ځکه خبرې دا ځل د ډېپلوماټیکو ټیمونو پر ځای د استخباراتي ټیمونو تر منځ روانې دي.

هغه زیاته کړې، دا ډول مذاکرات ښيي چې پاکستان هڅه کوي موضوع ته امنیتي بڼه ورکړي او وښيي چې د افغانستان له خاورې د دوی هېواد ته ګواښونه متوجه دي.

د علي‌خیل په وینا، د خبرو فضا به حتماً تُنده وي، ځکه نظامیان او استخباراتي کسان ډېری وخت په «سخت» او «غیر ډېپلوماټیک» لحن خبرې کوي.

هغه ټینګار کړی، ښايي د ترکیې د خبرو موخه د اوږدمهاله جوړجاړي پر ځای، یوازې د وضعیت لنډ مهالی کنټرول وي. د نجیب‌الله علي‌خېل په باور، د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا زیانمنه شوې، غوښتنې غیر عملي دي او که څه هم ښايي ځینې تفاهمات د کاغذ پر مخ لاسلیک شي، خو عملي کېدل یې لاهم له پوښتنو سره مخ دي.

نجیب الله علي‌خېل په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو پیل شو او ورسره هم مهاله په سپین بولدک کې د دواړو لورو تر منځ جګړه هم شوې ده.

نور خبرونه

رادیو