د شمال له زلزله ځپلو سره د متحده عربي امارات د مرستو درېیمه الوتکه افغانستان ته ورسېده

۴ ساعتونه مخکې

متحده عربي‌ امارات د افغانستان شمال ته له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هوايي لاره پرانیستې او نن یې د مرستو درېیمه الوتکه هم افغانستان ته ورسېده.

د راپورونو له مخي، د امارات استول شوي دغه بشري مرستې شاوخوا ۹۰ ټٌنو ته رسیږي.

په دغو مرستو کې خوراکي توکي، خېمې، د استوګنې وسایل او روغتیایي مواد شامل دي، چې تمه کېږي له ۲۰۰ زره ډېرو زلزله‌ ځپلو ته ورسول شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شمال په ځینو سیمو کې د بېړنیو اړتیاوو یوه برخه له ځايي بازارونو څخه هم برابرېږي.

د «ګلف نیوز» ویب‌ پاڼې د طالبانو د چارواکو له قوله لیکلي، متحده عربي امارات له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې د زلزلې له پېښېدو وروسته یې سمدستي د مرستو بهیر پیل کړ.

د اماراتو د ژغورنې ډلې مشر ویلي، چې دغه هېواد له دې وړاندې یې هم د افغانستان په بېلابېلو طبیعي پېښو لکه د هرات او کونړ زلزلو کې بیړني روغتونونه جوړ کړي او د خوړو او درملو مرستې یې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې د مرستو لېږد لا هم روان دی او د امارات د بشري مرستو ټول وزن اوس تر ۳۶۸۱ ټٌنو پورې رسېدلی دی.

د امارات دفاع وزارت ویلي، چې د مرستو عملیات به د هوايي او سمندري دهلیزونو له لارو دوام ومومي او هڅه کېږي چې مرستې هر څومره ژر ممکن وي زلزله‌ ځپلو ته ورسول شي.

په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د تېرې یکشنبې په نیمه شپه (د لړم ۱۱مه) د ۶ اعشاریه ۳ درجې ریکټر سره زلزله وشوه او له مالي زیانونو سربېره پکې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او څه باندې ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو