د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د اسحاق ډار وروستۍ څرګندونې له واقعیت څخه لرې دي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسحاق ډار وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کې شپږ ځله اړیکه نیولې؛ له واقعیت څخه لرې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او د ډیپلوماټیک تعامل اصولو خلاف دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دواړو لورو ترمنځ لومړۍ تیلیفوني اړیکه د متقابل تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې شوې وه چې په‌کې ښاغلي اسحاق ډار د وضعیت په اړه د ناخبرۍ څرګندونه کړې او ژمنه یې کړې وه چې د بشپړې خبرتیا وروسته به بیا اړیکه ونیسي؛ نو له همدې امله د دویم ځل لپاره هم خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي:« له دې یوه ورځ وروسته د ډار د بیا اړیکې هڅه د بېلابېلو وجوهاتو له امله عملي نه شوه.» یاد وزارت ټینګار کړی، چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د متقابل درناوي او په واقعیتونو ولاړ تعامل پر بنسټ وي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغه ډول ناسمې څرګندونې د دواړو هېوادونو د ډېپلوماټیک تعامل او د متقابل درناوي اصولو سره په ټکر کې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې، چې «د ګاونډي هېواد لوړپوړي چارواکي دې د خبرو پرمهال د حقایقو دقیق انعکاس ته پام وکړي؛ ترڅو د اړیکو پر بنسټ د درناوي، تفاهم او مثبتو تعاملاتو اصول ټینګ پاتې شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د دغه هېواد په مشرانو جرګه کې ویلي و د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ له ده سره شپږ ځلې ټلیفوني اړیکه نیولې ده.

نور خبرونه

رادیو