په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) په پاکستان کې د مېشتو خبریالانو د نیولو او شړلو په غبرګون ویلي، چې افغانستان ته د خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو بېرته ستنول خطرناک دی.
یاد بنسټ د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) په پاکستان کې د افغانې خبریالې فاطمه نوا له نیول کېدو وروسته له دغه هېواد وغوښتل، چې د افغان خبریالانو د قانوني مېشتېدو زمینه برابره کړي.
دغه بنسټ همداراز د پاکستان له حکومت څخه د یادې نیول شوې خبریالې د ژر خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.
په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د «خبریالانو د وژنې ځای» بللی او ټینګار یې کړی، چې هېڅ خبریال باید بیا داسې خطرناکو شرایطو ته ونه لېږل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانې خبریالې فاطمه همنوا نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې پاکستاني پولیسو نوموړې د سېشنبې په ورځ له غرمې وروسته د اسلام اباد له «بي – ۱۷» ښارګوټي څخه له دوو کوچنیو اولادونو سره یو ځای نیولې ده.
د دوی په خبره، د همنوا د ویزې موده پای ته رسېدلې وه.
یاد بنسټ یادونه کړې، چې د پاکستان حکومت له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو له نیولو او شړلو به ډډه کوي. له همدې امله، تمه کېږي چې دغه ژمنه عملي شي او زیانمنونکي کسان بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي.

