سرچینې: د ای‌اېس‌ای مشر په استانبول کې له طالبانو سره د خبرو اترو د درېیم پړاو مشري کوي

۲ ساعتونه مخکې

سرچینې وايي، د ای‌اېس‌ای مشر عاصم ملک به په استانبول کې له طالب پلاوي سره د خبرو د درېیم پړاو پر مهال د خپل پلاوي مشري وکړي. ټاکل شوې ده، چې دا خبرې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۶مه) په ترکیه کې پیل شي او کوربه هېواد ترکیه به له قطر سره یو ځای د منځګړیتوب رول ولوبوي.

تر دې مخکې د طالبانو اړوند سرچینو ویلي و، چې د دې ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ځي چې له پاکستاني پلاوي سره د خبرو اترو په درېیم پړاو کې برخه واخلي.

نور خبرونه

رادیو