د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته د افغان سوداګرو نږدې ۸زره د توکو وړونکي کانټینرونه د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې دي.
دغه وزارت د سېشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو سره په لیدنه کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
په دغه ناسته کې افغان سوداګرو څرګنده کړې، چې د افغانستان شاوخوا ۸زره د ټرانزیټي توکو کانټینرونه په پاکستان کې د وتلو اجازه نهلري او له بلې خوا نږدې ۴زره د صادراتي توکو تش کانټینرونه د افغانستان له اړخه د پاکستان پر لور بند پاتې دي.
په دغه ناسته کې د سوداګرۍ خونې استازو وړاندیز کړی، چې د دغه ستونزو په اړه دې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وشي او طالبان دې د یوې لارې پر ځای د څو بدیلو ټرانزیټي لارو د پرانیستو هڅه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر پر دې ټینګار کړی، چې د سوداګریزو ستونزو د هواري او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره به هڅې روانې وي.
یاده دې وي، چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي لارې تړلې دي. پر ډیورنډ کرښه تر نښتو او د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د دواړه خواوو اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان ویلي، د لارو پرانیستلو په اړه به وروستۍ پرېکړه د استانبول له ناستې وروسته وکړي. تمه کېږي، چې په دغه ناسته کې به د طالبانو او پاکستان لوړپوړي پلاوي سره خبرې وکړي.

