د اسلام‌اباد په ستره محکمه کې چاودنه شوې

۴۰ دقيقې مخکې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د سترې محکمې په ودانۍ کې چاودنه شوې ده. د ځایي رسنیو د راپور له مخې، په دغه پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي؛ خو لاتر اوسه د مرګ‌ژوبلې د کره شمېرې په اړه راپور نه‌دی ورکړل شوی.

پاکستاني چارواکي وايي، امنیتي او بېړني ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي. د چاودنې د څرنګوالي، موخې او عاملینو په اړه لا تراوسه معلومات نه‌دي وړاندې شوي.

خو پاکستاني رسنیو د ځینو سرچینوپه حواله ویلي، چې پېښه د ګاز ډبې د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده. رسنیو د سترې محکمې دننه د چاودنې له ځایه ځینې انځورونه هم خپاره کړي دي. په پاکستان کې رسمي سرچینو لاتراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو