د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې د بلوچستان په کلات کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور وسلهوال وژل شوي دي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسلهوال په څو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو.
د خبرپاڼې له مخې؛ له دغه وسلهوالو ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په سیمه کې د دوی چاڼیز عملیات روان دي.

