د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې هېواد په سنا کې وویل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ له ده سره شپږ ځلې ټلیفوني اړیکه نیولې ده. اسحاق ډار په خپلو خبرو کې ویلي، متقي ته یې په ښکاره وویل: «ستاسو خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي.»
هغه زیاته کړه: «ما متقي ته وویل چې تاسو زه یوه ستونزمن وضعیت سره مخ کړی یم. موږ له تاسو تمه لرو چې اجازه ورنه کړئ چې د افغانستان خاوره زموږ پر ضد وکارول شي.»
د یادولو ده، چې طالبانو بیا تراوسه د دې اړیکې په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سېشنبې په ورځ د دغه هېواد د سنا په غونډه کې پر دې څرګندونو سربېره د کابل په سرینا هوټل کې د فیض حمید د قهوې پیالې ته په اشارې وویل: «د قهوې هغه پیاله موږ ته ډېره ګرانه تمامه شوه.»
په داسې حال کې چې طالبان او پاکستان په استانبول کې د خبرو اترو درېیم پړاو ته نږدې کېږي، منځګړو هېوادونو او د طالبانو ادارې خپلې هڅې د کړکېچ د کمولو او د خبرو د پایلې ته رسېدو لپاره زیاتې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ۲۰۲۱ کال پېښو او د طالبانو د واکمنۍ د پیل په اړه وویل: «کله چې طالبان واک ته ورسېدل، موږ هغوی ته وویل چې موږ یوازې د یوې پیالې قهوې لپاره راغلي یو، خو هماغه قهوه موږ ته ډېره ګرانه تمامه شوه. موږ باید بیا داسې تېروتنه و نه کړو.»
اسحاق ډار وویل، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په همدې څلورو کلونو کې د دواړو هېوادونو رسمي او منظمې اړیکې محدودې پاتې شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو سره خبرې کړي او څو هوکړهلیکونه یې هم لاسلیک کړي دي او د پاکستان یوازینۍ اصلي غوښتنه یې یو ځل بیا تکرار کړې ده: «د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي.»
ډار همدارنګه وویل، له هغه وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، په سیمه کې تاوتریخجنې پېښې ډېرې شوې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې څو «تر وروستي پړاو پورې به له ترهګرۍ سره مبارزه کوي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه، چې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) به پلان شوې خبرې اترې پرمختګ ولري.
هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه، چې د پاکستان دننه د ترهګرۍ ضد عملیاتو په پایله کې په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو کچه په څرګند ډول راکمه شوې ده.
ټاکل شوې ده، چې د استانبول غونډه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي، په داسې حال کې چې د خبرو دویم پړاو بېپایلې پای ته رسېدلی و. د پلاویو کچه د دې پړاو د ناکامۍ یو لامل بلل شوې ده او اوس ویل کېږي، چې د خبرو په درېیم پړاو کې به د دواړو خواوو لوړپوړي پلاوي ګډون وکړي.
د طالبانو اړوند سرچینې وايي، د دې ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ځي چې له پاکستاني پلاوي سره د خبرو اترو په درېیم پړاو کې برخه واخلي. دغه خبرې د نومبر پر شپږمه په استانبول کې کېږي او د پاکستاني پلاوي مشري د یاد هېواد د استخباراتو رییس کوي.

