د تورخم دروازه نن د څلورمې ورځې لپاره هم یوازې د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرانیستې ده

۳ ساعتونه مخکې

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه به نن د څلورمې ورځې لپاره هم یوازې د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره خلاصه وي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ پرون نږدې ۴۸۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپورونو پربنسټ؛ لاهم د تورخم دروازې ته څېرمه سلګونه بند پاتې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. که څه هم د طالبانو حکومت ویلي، چې د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې تابیا نیولې؛ خو یو شمېر ستانه شوي کډوال بیا د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.

وړاندې د چمن – سپین بولدک لارې په اوږدو کې هم د سلګونه کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه خبرونه ورکړل شوي وو. په سپین بولدک کې یوې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د چمن – سپین بولدک دروازې ته څېرمه سلګونه کورنۍ په شپو، شپو د کرښې دې غاړې ته د اوښتو په تمه وي.

که څه هم د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د هر ډول تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره د لارو د بشپړ خلاصون په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې تر بلې خبرتیا به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لارې تړلې وي.

له دې ټولو سره، سره پاکستان په ټولو ښارونو او په ځانګړي ډول په پنجاب ایالت کې د افغانانو پر وړاندې عملیات پراخ او چټک کړي. د پنجاب پولیسو ویلي، د لسګونه افغانانو سربېره د کورونو یوشمېر هغه خاوندان یې هم نیولي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو.

که څه هم تمه کېده، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خپلمنځي شخړو د حل په موخه د خبرو له پای ته رسېدو وروسته به لارې پرانېستل شي؛ خو تر دې دمه لارې تړلې پاتې دي او د دواړه خواوو خلک یې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

نور خبرونه

رادیو