اتمر: ترکیه او قطر دې طالبان او افغان سیاسي مخالفان د بین‌الافغاني خبرو مېز ته راولي

۴ ساعتونه مخکې

د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په درشل کې پر قطر او ترکیې غږ کړی، چې طالبان او افغان سیاسي مخالفان د بین‌الافغاني خبرو مېز ته راولي.

اتمر وايي، طالبان او پاکستان باید دوامداره اوربند ته ورسېږي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ ټینګار کړی چې لومړنی شرط باید دوامداره اوربند وي، داسې اوربند چې نه د ځمکې او نه د هوا له لارې بریدونه وشي او نه هم د جګړې هڅوونکې ویناګانې.

نوموړي زیاته کړې چې په خبرو اترو کې دوهم ګام باید د ترهګریزو شبکو(القاعده، ټي ټي پي، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي جنبش، لشکر طیبه، جیش محمد او داعش)سره د هر ډول اړیکو پرېکون وي.

اتمر ویلي چې دواړه هېوادونه باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې د څار او ارزونې یوه میکانېزم ته غاړه کیږدي، څو د خپلو ژمنو بشپړه پلي‌کونه تضمین کړي او د ترهګرو لپاره د پټنځایونو، د ملاتړ مرکزونو، روزنیزو کمپونو او افراطي مدرسو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړې: «دواړه هېوادونه باید د خپلو خلکو د اساسي حقونو او ازادیو درناوی وکړي، د قانون حاکمیت ته ژمن پاتې شي، او خلکو ته دا حق ورکړي چې د خپل حکومت په جوړښت کې ونډه ولري.»

نوموړي ویلي، په سیمه کې له اوږدې جګړې وروسته اوس باید ټولو ته دا خبره روښانه شوې وي چې سوله، امنیت، ثبات او سوکالي د دواړو هېوادونو دننه او له پولو ور هاخوا یوازې د مسوولې دولتدارۍ پر اصولو ټینګېدای شي.

اتمر هیله څرګنده کړه چې ترکیه او قطر، د دوحې د بهیر د نورو غړو هېوادونو په مرسته، وکولای شي طالبان او د افغانستان سیاسي مخالفین د بین‌الافغاني خبرو مېز ته راولي او یوې هر اړخیزې سیاسي هوکړې ته لاره هواره کړي.

نور خبرونه

رادیو