د پاکستاني چارواکو څرګندونې ښيي چې اسلام اباد د طالبانو او هند له اړیکو وېریږي

۳ ساعتونه مخکې

الجزیرې په یوه شننه کې ویلي، چې د هند په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې ښيي چې دغه هېواد د طالبانو او نوي ډیلي له اړیکو نه په وېره کې دی. د شنونکو په باور، د هند او طالبانو له نږدې اړیکو نه دې وېرې له کابل سره د پاکستان د خبرو اترو چلند هم اغیزمن کړی.

په راپور کې راغلي، د اکتوبر په ۲۸مه، د پاکستان او افغانستان د استازو تر منځ د اوربند د تمدید خبرې بې‌پایلې پاتې شوې. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې د خبرو د ناکامېدو تر شا د دریم هېواد، هند لاس دی.

هغه ادعا وکړه چې هند د طالبانو په مشرتابه کې «نفوذ» کړی او دا کار د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتریخوالي اصلي لامل دی.

اصف وویل: «په استانبول کې د طالبانو استازي ښه خلک وو، خو هغه کسان چې له کابله یې د تارونو د خوځولو ننداره برابره کړې، د هند تر کنټرول لاندې دي. هند غواړي د پاکستان پر ضد یو ټيټ‌کچي جنګ ته دوام ورکړي، او د دې لپاره له کابل څخه ګټه اخلي.»

الجزیره وایي، که څه هم هغه د خپلو څرګندونو د پخلي لپاره هېڅ شواهد وړاندې نه کړل، خو خبرې یې د دې هڅې څرګندونه کوي چې پاکستان غواړي خپل له افغانستان سره اختلافات د هند او طالبانو د اړیکو د زیاتوالي له امله وښيي.

بلخوا طالبانو دا تورونه رد کړي چې ګواکې هند د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ په رامنځته کولو کې رول لري. طالبانو همدارنګه ویلي چې د پاکستان پر خاوره د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) بریدونه د دوی د حکومت کار نه دی.

په یاد راپور کې د شنونکي له قوله ویل شوي، چې د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې د اسلام‌اباد هغه ژوره وېره څرګندوي چې له هند او افغانستان سره یې د اړیکو په تړاو لري. په طالبانو کې د هند د نفوذ پراخېدل د پاکستان د شکونو بنسټ جوړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې هند او طالبان په تدریجي ډول له یو او بل سره نږدې شوي دي.

د اکتوبر په لومړیو کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته ولاړ، چې دا له ۲۰۲۱کال وروسته د یوه طالب چارواکي لومړنی رسمي سفر و. له سفر څو ورځې وروسته، هند له افغانستان سره د مرستې په توګه، کابل ته د خوړو او درملو مرسته واستوله.

په راپور کې راغلي چې په همدې ترینګلو حلاتو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جېشنکر له متقي سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې او د افغانانو د پرمختیا لپاره یې د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه.

دا اړیکې، د پاکستان لپاره د اندېښنې سرچینه ګرځېدلې ده، ځکه اسلام‌اباد اوس له دواړو خواوو – ختیځ کې له هند او لوېدیځ کې له افغانستان نه – د امنیتي ګواښونو احساس کوي.

راپور زیاتوي، د پاکستان د پوځي ستراتیژۍ بنسټ د «ستراتیژیک عمق» په مفکورې ولاړ دی، یعنې دا چې باید په افغانستان کې نفوذ ولري څو د هند اغېز محدود وساتي. خو له ۲۰۲۱وروسته، طالبانو هڅه کړې چې له هند سره اړیکې عادي کړي او د پرمختیایي همکاریو له لارې نوي بابونه پرانیزي.

د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو څېړنو د انستیتیوت کارپوهه امینه خان وايي، پاکستان تمه لرله چې طالبان به هند ته د نفوذ اجازه ورنه‌کړي، خو دا تمه پوره نه شوه. د هغې په وینا، متقي ته د هند بلنه او د دواړو لوریو له‌خوا د ملګرتیا څرګندونې د پاکستان د اندېښنو کچه لوړه کړې ده.

هند بیا وايي چې پاکستان د خپلو ستونزو د پټولو لپاره ګاونډیان ملامتوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال ویلي: «پاکستان د خپلو داخلي ناکامیو د پټولو لپاره دا پخوانۍ کړنلاره کاروي چې ګاونډیان تورن کړي. هند د افغانستان د خپلواکۍ، ارضي تمامیت او ملي حاکمیت ملاتړ ته ژمن دی».

په پاکستان کې ځينې پخواني دیپلوماتان لکه اصف دراني ادعا کوي چې هند د بلوڅ بېلتون‌پالو او د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کړی، خو تر اوسه د دې تورونو لپاره کوم څرګند ثبوت نه‌دی وړاندې شوی.

د کړکېچ نړیوالې ډلې شنونکی ابراهیم باحث وايي، د پاکستان پوځي مشرتابه افغانستان د هند د سترې مسلې د یوې برخې په توګه ویني. «پاکستان افغانستان ته د یوه خپلواک ګواښ په سترګه نه ګوري، بلکې د هند د نفوذ د غځېدو برخه یې بولي. له همدې امله کابل د پاکستان د امنیتي محاسبې مهم محور ګرځېدلی دی».

له دې ټولو سره، د هند او پاکستان تر منځ د سیاسي او پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر لا هم شته. دواړو هېوادونو په خپلو سرحدونو کې پوځونه ځای پر ځای کړي او د سمندري ځواکونو تمرینونه روان دي.

نور خبرونه

رادیو