د ملک سلمان د بشري مرستو بنسټ د افغانستان په شمالي ولایتونو بلخ او سمنګان کې د زلزلهځپلو کورنیو د ملاتړ په موخه د خوراکي او غېرخوراکي توکو د مرستو یوه بسته د افغان سرې میاشتې ټولنې ته سپارلې ده.
په سپارل شویو مرستو کې ۵۰۰ خیمې، ۲۵۰۰ کمپلې، د پخلنځي ۵۰۰ سیټونه او لوښي، ۱۴۱ ټنه (۲۰۰۰ بستې) بېلابېل خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او بوره او همدارنګه ۲۴ ټنه خرما شاملې دي.
دغه مرستې د سعودي عربستان د سفیر فیصل بن طلق البقمي لهخوا د کابل په سفارت کې د افغان سرې میاشتې د عمومي رییس شهابالدین دلاور ته وسپارل شوې.
دلاور دا ډول بېړنۍ مرستې د زلزلهځپلو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ارزښتمنې وبللې او له سعودي دولت او ولس څخه یې وغوښتل، چې دا لړۍ دوامداره وساتي.
د سعودي عربستان سفیر وویل، هېواد به یې د هر ډول سختو حالاتو پر مهال د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي او د بشري مرستو د پراخېدو هڅو ته به دوام ورکړي.
څو ورځې وړاندې سمنګان، بلخ او ځینې نور ولایتونه نسبتا زوروري زلزلې ولړزول.
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶کسان مړه او ۱،۱۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي. یاد سازمان زیاتوي، په زلزله ځپلو سیمو کې د ویجاړو شویو کورونو شمېر له ۹۰ څخه ۴۳۰ ته پورته شوی.

