د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف خیبر وایي چې ځینو موسسو ته یې څو ځله خبرداری ورکړی و، چې د ښځینه کارکوونکو «اسلامي حجاب او د اختلاط د منع» اصول په پام کې ونیسي، خو یادو موسسو د دوی د غوښتنو په تړاو «لازمه ژمنتیا» نه ده ښودلې.
هغه په ایکس خواله رسنۍ ویلي، وزارت څو ځله په دې اړه موسسو ته خبرداری ورکړی چې تاسې سره کار کوونکې ښځینه کارکوونکې باید محجبې وي او د نارینه او ښځینه ترمنځ اختلاط او بېحجابي د منلو وړ نه ده.
نوموړي ټینګار کړی چې وزارت دا موضوع جدي نیسي او د ټولنې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره به خپلې هڅې دوامداره وساتي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند زیاته کړې، «موږ د یو شمیر موسساتو په انګړ کې په سلګونه ځله ویلو سربیره لویې تخطئ لیدلې او هغوي ته مو مخامخ کړې دي».
نوموړی وايي، موسساتو له ددې غوښتنو سره د توافق پرځای، د کار نه کولو لاره غوره کړې ده.
سیف خیبر ادعا کړې چې د امر بالمعروف وزارت د اقداماتو موخه د قومي یا سیاسي مخالفت رامنځته کول نه دي او هغه تعاملات چې له موسسو سره شوي، «هیڅکله تشدد یا غیرقانوني» نه وو.
هغه ویلي: «موږ چاته اجازه نه ورکوو چې شرعي اصول تر پښو لاندې کړي. موږ یوازې غوښتنه کوو چې د اسلام د لارښوونو او د ښځو د عزت ساتنې په چوکاټ کې کارونه پر مخ یوسي.»
د طالبانو د امرالمعروف وزارت ویاند سېف خیبر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ افغانستان اڼترنشنل ته په هرات کې ځایي سرچینو ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو دفترونو او یو شمېر کورنيو او نړیوالو خیریه بنسټونو د سېشنبې له ورځې په اسلامکلا سرحدي سیمه کې خپل فعالیتونه د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او فعالیتونو د نوي بندیز له امله ځنډولي دي.
سرچینو وویل، تېره پنجشنبه، د امر بالمعروف یو شمېر مامورانو په اسلام کلا کې یادو بنسټونو ته خبر ورکړ چې ښځو ته د روغتیا په برخه کې په هیڅ خیریه یا بشردوستانه سازمان کې د کار اجازه نشته.
مامورینو دغه راز خبرداری ورکړی چې ښځې یوازې د «بشپړ حجاب لکه چادرۍ، ماسک او لاسماغي» کارولو په صورت کې کار کولای شي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړه چې د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، د امر بالمعروف ادارې او د نړیوالو بنسټونو استازو ترمنځ ناسته کې پرېکړه وشوه چې په ټولو سرحدي کمپونو کې یوازې څلور ښځې د روغتیا په برخه کې د کار اجازه لري.
خو د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو استازو په دې ناسته کې ویلي و چې که دغه محدودیتونه وغځیږي، دوی به خپل فعالیتونه ودروي.

